ويب ډیسک
په دې غونډه کې له ګاونډیو هېوادونو د تېلو او ګازو پر وارداتو او د ایران او افغانستان پر پوله د ګډ بازار پر رامنځته کېدو خبرې وشوې.
د طالبانو د لومړي وزیر مرستیال عبدالسلام حنفي په مشرۍ د چهارشنبې په ماښام غونډه ترسره شوه.
د لومړي وزیر مرستیال دفتر په یوه ټویټ کې ویلي چې په دې غونډه کې د هېواد اقتصادي وضعیت، په ځانګړې توګه د تېلو او ګازو وارداتو په اړه پر بېلابېلو پلانونو خبرې وشوې.
پر دې سربېره د طالبانو د اقتصادي کمېسیون غړو په دې غونډه کې پرېکړه کړې چې د افغانستان او ایران ترمنځ پر پوله مشترک بازار رامنځته او په افغانیو کلدارو کنټرول شي.


