دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهجمهوررئیس غني په مشرۍ غونډې، په پوهنې وزارت کې د اصلاحاتو بهیر...

جمهوررئیس غني په مشرۍ غونډې، په پوهنې وزارت کې د اصلاحاتو بهیر وارزاوه

ویب ډیسک

د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن مازدیګر د پوهنې وزارت رهبري او د همکارو بین المللي ارګانونو استازو سره غونډه کې په پوهنې وزارت کې د اصلاحاتو په اړه خبرې وکړې.

په دغه غونډه کې چې په چهار چنار ماڼۍ کې وشوه، په پیل کې د پوهنې وزارت سرپرستې رنګینې حميدي د هیواد پوهنې ته د جمهوررئیس د پاملرنې مننه وکړه وې ویل، د پوهنې وزارت په جوړښت او برنامو کې اصلاحاتو ته مبرمه اړتیا ده او دغه بهیر په ټولو برخو کې دوام لري.

هغې زیاته کړه، موږ باید پوهنې ته د ایکوسیستم په توګه وګورو او په ګډو هڅو له موجوده منابعو څخه اعظمي استفاده وکړو. موږ د ساختاري اصلاحاتو په خاطر د سرچینو او ادارې، ښوونې او روزنې، اسلامي تعلیماتو او کیفیت د تضمین معینیتونه ایجاد کړي دي.

د پوهنې وزارت سرپرستې له بین المللي همکارانو وغوښتل، پوهنې وزارت سره د باکیفیته معارف د ایجاد په خاطر د لازیاتې همغږۍ په برخه کې کار وکړي.

جمهوررئیس غنې د یادو خبرو له اورېدو وروسته په پوهنې سکتور کې د اصلاحاتو پر اړتیا ټینګار وکړ وې ویل، زموږ ښوونځي باید د اړیکو او اطلاعاتو پر مرکزونو بدل شي، له انټرنیټ سره وصل، د کتابتونونو لرونکي او ټولې لازمې درسي اسانتیاوې ولري.

جمهوررئیس پر دې په ټینګار چې له ښوونځیو باید د معلوماتي قطب په توګه استفاده وشي وویل، په تېر کې مدرسو او جوماتو د ښوونځیو ترڅنګ زموږ د اولادونو په روزنه کې فعاله ونډه لرله او باید دغه ارزښت دوباره احیا شي.

د هیواد جمهوررئیس زیاته کړه، په تعلیمي نصاب کې هغه تغییرات چې د زده کوونکو اړتیاوې ځواب کړي، باید راشي او زموږ موخه باید د دیجیټل سازۍ له لارې په سیستمونو کې د اسانتیاو رامنځته کول وي.

جمهوررئیس ولایتونو او لېرې پرتو سیمو ته پر زیاتې پاملرنې، اړتیاو ته پر ځواب ویلو، د شاګرد محورۍ پر کړنلارې، د نجونو روزنې ته پر زیاتې پاملرنې، پوهنې ته پر سرتاسري لاسرسي او سیاست څخه د پوهنې پر لېرې ساتلو ټینګار وکړ.

جمهوررئیس غني د دیجیټلي ستراتېژۍ او دغه بهیر کې د پوهنې سکتور د شاملولو په اړه خبرې وکړې وې ویل، له بشري پانګې د موثرې استفادې لپاره یوې جامع تګلارې ته اړتیا ده او باید په دې برخه کې لومړیتوبونه موجود وي.

د غونډې په پای کې د همکارو بین المللي بنسټونو استازو، د نجونو روزنې ته د لازیاتې پاملرنې او همداراز د پوهنې سکتور د اصلاحاتو په برخه کې د همکارۍ او همغږۍ په اړه، یو ځل بیا خپله ژمنتیا څرګنده کړه.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه