یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهولسمشر غني په ارګ کې له سیاسي مشرانو سره د سولې په...

ولسمشر غني په ارګ کې له سیاسي مشرانو سره د سولې په تړاو مشورتي ناسته کړې.

ویب ډیسک
ولسمشر غني په ارګ کې له سیاسي مشرانو سره د سولې په تړاو مشورتي ناسته کړې.
ارګ وایي، په دې ناسته کې چې د مصالحې عالي شورا پر رئیس سربیره سیاسي او جهادي مشرانو ګډون کړی و د سولې پروسې د هیواد عمومي امنیتي وضعیت د ښه والي، ملي اجماع پر پیاوړتیا او مشورتي غونډو پر دوام خبرې شوي.

په دې غونډه کې ټولو ګډونوالو د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د سولې مذاکراتي ټیم پر دوامدار ملاتړ د ټینګار ترڅنګ ویلي، چې د افغانستان دولت او مصالحې عالي شورا دې په دې برخه کې خپلو زیاتو هڅو ته دوام ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې مخکې د امريکا د بهرنيو چارو وزير له ولسمشر غني څخه په يو ليک کې غوښتي و تر څو دسولې پروسه چټکه او ملي اجماع پراخه کړي

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه