پښتو جرنل
د کوټې سائنس پوهنځي دروازې مخته چاودنه شوې د کوټې روغتون ویاند په وینا په چاودنه کې څلور کسان مړه او پنځلس کسان ژوبل شوي –
یاد دې وي چې د چاودنې په وخت سائنس پوهنځي کې د جمعيت اللعما اسلام (نظریاتي) ډلې غونډه روانه وه .
تراوسه کومې ډلې د چاودنې پړه په غاړه نه ده اخیستي.
د بلوچستان کورنیو چارو وزیر ضیا لانګو د کوټې روغتون کې ژوبل شوي کسانو سره ولیدل او هغو ته ډاډ ورکړلو چې د دوي درملنې به په سمه توګه وسي .
لانګو په دې مهال رسنيو ته وویل چې د کوټې ښار امنیت ته به له سره کتنه وکړي.
یاد دې وي چاودنې نه وروسته ته سول روغتون کې بيړنی حالات اعلان شو.


