یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد افغانستان برېښنا شرکت او تاجکستان د «برق تاجک» شرکت ترمنځ د...

د افغانستان برېښنا شرکت او تاجکستان د «برق تاجک» شرکت ترمنځ د وارداتي برېښنا تړون لاسلیک شو

ويب ډیسک

د افغانستان برېښنا شرکت وايي، د دې شرکت عمومي اجرائیوي رئیس حافظ محمد امین او ورسره مل پلاوي تاجکستان ته د خپل رسمي سفر په لړ کې د دغه هېواد د «برق تاجک» شرکت سره د ۲۰۲۲م کال لپاره د وارداتي برېښنا تړون لاسلیک کړ.

یاد تړون د دواړو لوریو ترمنځ د دوه ورځنیو مذاکراتو په ترڅ کې لاسلیک شو، او ورسره په څنګ کې هغه تړون چې د روان کال جولای میاشتې څخه تر ډسمبر پوري په افغانستان کې د سیاسي تحولاتو له امله د ځنډ سره مخ شوی وو هم لاسلیک شو.

 

دغه راز د دې سفر په لړ کې د دواړو لورو ترمنځ د انرژۍ په سکتور کې په هر اړخيزو سیمه‌ییزو او پراختیایي پروژو لکه کاسا ۱۰۰۰ او د نوي ۵۰۰ کیلوولټ مزي پر جوړولو باندي هم مفصل بحثونه وشول چې له ځانه سره به په نږدې راتلونکي کي ډېرې مثبتې پایلې ولري.

د دې سفر په پای کې افغان پلاوي تاجک لوري ته د ګډو همکاریو ډاډ ورکړ او د درېدلو پروژو د بيرته پیل لپاره یې د امنيت د تامين او نورو برخو کی چمتوالی څرګند کړ.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه