دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍايران د اسرائيل د ګواښ په ځواب کې په پوځي تمرين کې...

ايران د اسرائيل د ګواښ په ځواب کې په پوځي تمرين کې توغندي وويشتل

ويب ډیسک

ايران د ډسمبر په ۲۴مه نېټه په يو لوی ګډ پوځي تمرين کې د بېلو ډولونو ۱۶ توغندي وويشتل.

د دغه هېواد د وسلوالو پوځونو لوی درستيز محمد باقري په همدې ورځ وويل، چې دغه پوځي تمرين د اسرائيل د وروستۍ ګواښوونکې کړنې په ځواب کې جوړ شوی.

د ايران د نيوز تلويزيون خبر ورکړ، چې د ايران د اسلامي انقلاب ګارډ په همدې ورځ د پوځي تمرين په وروستۍ ورځې کې د ليرې، منځنې او لنډې سيمې ۱۶ توغندي ويشتلي او ټولو توغنديو ټاکلي موخې په نښه کړي دي.

نوموړي وويل، چې د ايران دغه تمرين د اسرائيل د وروستۍ ګواښوونکې کړنې په ځواب کې متقابل قدم دی.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه