پکتيا: یو تن د نامعلومو وسله والو له لوري وژل شوی دی.

0
145

ويب ډیسک

د پکتیا ولایت لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ چارواکي تاییدوي چې یو تن د نامعلومو وسله والو له لوري وژل شوی دی.

خبر کاږي چې پېښه د شنبې په ورځ د ډیسمبر په ۲۵مه د پکتیا ولایت د دویمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې رامنځته شوې ده.

د پکتیا ولایت لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ مسوولینو ویلي، د بریدګرو هویت لا نه دی معلوم او له ډزو وروسته له سیمې تښتیدلي دي.

د پېښې مسوولیت تر اوسه چا یا ډلې نه دی منلی، خو طالبانو ویلي چې دوی د دې موضوع په اړه پلټنه کوي.