ویب ډیسک
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر ټویټر لیکلي چې عبداللطيف نظري د طالبانو د مشر هبت الله اخوندزاده په امر د اقتصاد وزارت مرستیال ګومارل شوی دی.
ښاغلي نظري په ایران کې په سیاسي برخه کې د دکتورا تر کچې زدکړې کړي،
نوموړي د یوه سیاسي فعال او شنونکي په توګه رسنیو کې را څرګندېده او په افغانستان کې یې د امریکا پر کړنو او کړنلارو نیوکې کولې.
دی څو اونۍ وړاندې ایران کې و او له هغه ځايه یې یوې ځايي رسنۍ سره مرکه کې وویل چې د طالبانو اوسنۍ کابینه چارسمبالې ده او د ده په وینا حتما به بدلونونه په کې رامنځته کېږي.
که څه هم طالبان وایي چې کابینه یې ټول ګډونې او د افغانستان د هر توکم او هرې سیمې خلک په کې شته خو د مرستیال وزیر په توګه د نوموړې ټاکنه د پام وړ بلل کېږي ځکه تر دې دمه پر لوړ دولتي څوکیو ګومارل شوي کسان د طالبانو د ډلې اړوند وو.
له دې سره هم مهال د طالبانو د حکومت د مشر د یوه حکم له مخې مولوي شاه محمد شاهد د لوی څارنوال او د دې ادارې د اداري او مالي مرستیال په توګه ګومارل شوی دی.
نوموړي په خپله وینا کې ویلي چې “اسلامي شریعت او قوانین به پر ټولو یو شان پلی کېږي او په دې برخه کې هېڅ ډول استثنا نشته”.
نوموړي د ده په وینا له “ټولو پخوانیو متخصصو کارپوه او پاک نفسه کارکوونکو” غوښتي چې دندو ته حاضر شي.
د شاه محمد شاهد د ټاکنې خبر پر فیسبوک د لویې څارنوالۍ پر پاڼه خپور شوی. دا لومړی خبر دی چې د مخکني حکومت له نسکورېدو وروسته د لویې څارنوالۍ د فیسبوک پر رسمي پاڼه خپرېږي.


