ويب ډیسک
د داعش ډلې د شنبې په ورځ د ډسمبر په ۲۵ (مرغومي ۴) داعش د خپل تلګرام په کانال کې د یو بیان په خپرولو سره په کابل کې د پاسپورت په ریاست د پنجشنبې د ورځې د چاودنې مسولیت منلی دی.
دا پداسې حال کې دي چې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ ویلي وو چې د کابل د پاسپورت په ریاست باندې یې د یو ځانمرګي برید مخه نیولې ده.
د طالبانو د کږرنیو چارو وزارت د ویاند د مرستیال عاقل جان عزام، په وینا پدغه چاودنه کې یواځې بریګر وژل شوی و. خو د طالبلنو یو غړي چې د پیښې شاهد و د رویترز خبري اژانس ته ویلي وو چې چې پدې پیښه کې څو تنه ټپیان شوي هم دي.


