لیکوال: ډاکټر نصیب الله سیماب
ستا دي ږيره د کربلاو پر پړکي سي. تا هم لنګوټه تړلې ده. تۀ هم ځان ته نر وايې؛ ځه وځه له دې کوره دلته دي بيا نۀ ووينم. تا چي څۀ کول هغه دي وکو. اوس مي تماشي له راغلی يې.
که زما زوی غل و يا توری سوی و نو تا به په خپل لاس واژی…… مخ دي ورک سه ځه وځه……. سپين سري د کلي مشر ترلاس ونيوی د دربند پر خوا يې کش کړی
د باران مور ته ..تۀ خبره خو واوره.مشر د لاس د خلاصېدو هڅه کوله.
څۀ خبره واورم هان ..؟ چي زما د کور عزت دې واخستی اوس خبره واورم….. زۀ تا له نۀ درغلم ؟چي زوی مي ورک دی څۀ غم يې وخوره.سپين سري يې لاس وغورځاوی
ما درته ووئيل چي زۀ يې پوښتنه کوم چي چېري دی او کړي يې څۀ دي خو…..
خو څۀ ؟ سپين سري يې خبره پرې کړه.
ما تا ته نۀ ووئيل چي هر څۀ يې کړي وي سزا ورکه.په پښو يې راوځړوه نسته داسي نر چي پوښتنه يې درڅه وکي .درته ومي وئيل که دا نۀ کوې جانو دوپدارته يې په لاس ورکه… ما خو به دا نۀ وي درته ويلي چي زما زوی بې ګناه دی.د سپين سري سترګي تکي سرې سوې
يو دي شين مړی له کوره ووځه څۀ نور هم تاواني سه. سپين سري له ځان سره ووئيل بيا يې د کلي مشر تر لاس ونيوی. ځه زما له سترګو ورک سه.
د کلي مشر په ډېره شرمندګۍ د دربند پر لور روان سو.د څنډي (مالت)چي کوم خلګ راټول سوي و هغوی هم په تېرو ورته کتل.مشر له کوره وواتی ولاړی.
خپل کورته چي رالی نيکۀ يې هغه وو چي زوی پر نيالي کښېنولی د ښوروا کاسه يې په غېږ کي ورته ايښي وه. نيکۀ سوکه سوکه د ښوروا څخه ګوله جوړوله بيا يې خوړله. زوی چي يې پلار وليدی پر مور يې ږغ کړو
کاکا له هم ډوډۍ راواخلئ.
خاوري دي وخورم… ډوډۍ مي دی زار(زهر) سي. ستا دي د غم ملکي سي چي اوس مي په غاړه کښېوتلې ده. مشر پر نيالي ناست خپل نيکۀ ته ووئيل.
څۀ وسو زويه نن بيا چا څۀ درته ويلي دي؟ نيکۀ پوښتنه ځني وکړه
نيکۀ بابا تۀ دا راوښايه موږ د دې کلي ټېکه اخستي ده چي د پزي د پاکېدو نۀ يي له ما سره سوال ځواب کوي؟
هو زويه موږ د دې کلي څوکيداران يوو. د دې کلي مال، عزت او ځانو نو… د دې ټولو څوکيداران يوو. تۀ خبر يې ستا پلار يې ولي مړ کړی
هو ښۀ خبر يم د کرمي پر سر يې مړ کړی هغه غل کرمی.
کرمي هغه غلا نۀ وه کړې. نيکۀ ورته ووئيل
نو په لاس به يې ورکاوی که غل و که نۀ و. دوئ پوهه کرمی پوهه.مشر تندی تريو کړی
زويه تۀ خبر يې ؛په پښتانۀ کي دا بې ننګي ده. ستا پلار بې ننګه نۀ و هغه د ننګ سړی و، هغه د پټکي سړی وو….
هو د ننګ سړی وو د غلۀ پر سر ولاړ …. دا ننګ دی.مشر د خپل نيکۀ خبره پرېکړه.
د غلۀ پر سر نۀ و ولاړ. دا د پښتنو دود دی چي د غله پل به تر ما راوړې چي پل دي راوستی بيا دا د دې کلي د مشر ذمه واري وي چي يا به پل د کلي باسي يا به غل په لاس ورکوي. تش پر چا لاس نيول چي دا غل دی قناعت نۀ کوي.نيکۀ په دانشمندي ورته ووئيل.
نو هغه خو څو ځايه په غلا کي نيول سوی و خلګو پېژندی چي دا غل دی.مشر ځواب ورکړی.
ما دا نۀ دي ويلي چي کرمی غل نۀ و، خو د غلۀ پل زما تر کلي نۀ و راغلی. د دوئ په خپل کلي کي پل ورک سو. دوئ بايد تر خپل کلي پل ايستلی وای، زموږ و کلي ته يې درولی وای،نو بيا به ستا پلار يا غل ورکولای يا به يې پل د کلي ايستلای. دوئ خپل غل څله زموږ په غلۀ خلاصوي. د غلۀ به لاس پرېکېږي. خو هغه وخت چي غل ثابته سي.
نيکۀ بابا د دې خبرو وخت تېر دی نۀ هغه وخت دی نۀ هغه سسټم چي ستی (ستاسو)په وخت کي و.وخت بدل دی ،اوس موږ د چا چا غم وخورو نۀ کار نۀ کتار د بل په غولو کي نښتي يو.مشر ولاړ سو منډو ته ننووت.
نسيمه زويه، دا پلار دي ډېر پرېشانه ښکاره کېږي څۀ کيسه ده.
نيکۀ بابا هغه د کونډي زوی باران … په ښار کي يې سبق ويلو… هلته په ښار کي يې ګورو څۀ کړي دي. خدای په خبر دی،اوس ورک دی حکومت پسي ګرځي، د ليويز والا يو وار او دوه زموږ حجرې له هم راغلي دي چي دا هلک خو به دلته نۀ وي.
نو بيا دي پلار څۀ ورته ووئيل؟نيکۀ پوښتنه وکړه.
کاکا ورته ووئيل زۀ څۀ په خبر يم تی (تاسو) راسی ماله. ورسئ هغه يې کور دی هلته پوښتنه وکئ.لمسي و نيکۀ ته ووئيل.
نو بيا هغوئ څۀ وکړل؟ د نيکۀ تندی ګونجي سو.
هغوئ ورته ووئيل تۀ د دې کلي مشر يې سبا داسي نۀ چي خوا دي بده سي. چي زما د اجازې بغيره څله زما کلي له راځي.کاکا ورته ووئيل نۀ درته وايم خپل کار کوئ.
پلار دي دا خبره څنګه ورته کوله؟ دا خو بې ننګي ده چي ستا په کلي پردي خلګ وځي ننوځي او تۀ کار نۀ په لرې د ټول کلي عزت زموږ عزت دی. دا خو يې ډېر بد کار کړی دی. نيکۀ له خښم ورغلی. برايي د باران کره څۀ راغلي وو ،په کور کي د باران مور او دوې خوندي يکړي وې د کور تلاشي يې اخستي وه او…….
او څۀ… څۀ يې کړي وو؟ نيکۀ په کپ اخته سو.
د باران مور وئيل چي زما عزت ته يې لاس راواچاوی. لمسي نيکۀ ته ووئيل
د نيکۀ له لاسه جوړه سوې ګوله په کاسه کي ايله سوه سترګي يې د اوښکو ډکي سوې. لمسي ژر په غوځي کي سره ټول کړی.
نيکۀ ماښام د کلي مشر چي لمسی يې و، خپل منډو(خوني)ته راوغوښتی.
سحار بلي خواته مه ځه، ما د کلي خلګ راغوښتي دي.نيکۀ ورته ووئيل.
د څۀ لپاره دي راغوښتي دي؟ مشر پوښتنه ورڅخه وکړه.
هغه بيا زۀ سحار درښايم.نيکۀ ځواب ورکړی.
سحار د لمانځۀ پس د کلي ملا په ماجت (جومات) کي ووئيل.
د کلي مشر ملک ټول خپلي حجرې ته غوښتي ياست د دعا پس به ورځو.
د دعا پس دکلي ټول خلګ د مشر حجرې له راغلو. نيکۀ بابا پر کټ ناست وو ټول بدن يې کپېدی د کلي خلګ چي کښېناستل نيکۀ باباخپل کړوسي نسيم ته يې ووئيل
ورسه د باران مور ته وا راسه.
هغه ولاړی يو ساعت پس د باران مور په تور پړوني کي نغښتې راغله.
نيکۀ پر خپل لمسي د کلي پر مشر ږغ کړو چي پر کلکه خولۍ يې لنګوټه تړلې شمله يې ورکړې… ناست وو.
دا لنګوټه راکه. د نيکۀ بابا سترګي سرې وې
هغه هم لنګوټه له سره واخسته نيکۀ ته يې ورکه.
راسه زويه دلته ماله رانزدې سه. نيکۀ د باران پر مور ږغ وکی
هغه هم راغله د نيکۀ و مخ ته ودرېده
نن زۀ ډېر خواشينی يم چي زما کور د دې دستار پت ونۀ ساتی ،د دې کلي کونډه او لوڼي يې خپلي نۀ وګڼلې. زما د لمسي سر د دې دستار قابله نۀ دی.د کلي خلګو ځان له بل د دستار سړی وګوری .
نيکۀ د مشر دستار د باران دمور په پښو کي کښېښود


