ويب ډیسک
یو شمیر رسنیو د یوه امریکایي چارواکي له قوله راپور ورکړی، چې د امریکا حکومت په راتلونکې ورځو کې له افغانستان سره د مالي مرستو لپاره د “جواز صادرولو په اړه غور کوي”.
دغه امریکایي چارواکي رسنیو ته ویلي چې یوه غونډه کې پر دې خبرې شوي چې د امریکا حکومت په دې غور کوي چې څنګه کېدای شي لګول شوي مالي محدودیتونه نرم کړل شي چې نړیوال مرستندویه بنسټونه وکولی شي افغانستان ته بشري مرستې ورسوي.


