ويب ډیسک
جاپاني رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد حکومت پرېکړه کړې، چې له افغانستان سره د ۱۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د مرستې نوې کڅوړه ورکړي.
د معلوماتو له مخې دغه پلان شوې مرسته د جاپان حکومت د ضمیمه بودیجې برخه ده چې د دوشنبې په ورځ د ډېسمبر په ۲۰مه تصویب شوی.
د جاپان حکومت ویلي چې دغه مرستې به د خوړو او اوبو برابرولو او همدارنګه د طبي او روغتیایي وضعیت ښه کولو لپاره د ۱۶ نړیوالو سازمانونو له لارې وکارول شي، چې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام او یونیسف شامل دي.
دا د جاپان دویمه مرسته ده چې طالبانو پر دغه هېواد کنټرول ترلاسه کړ. له دې وړاندې د جاپان حکومت په اکتوبر میاشت کې له افغانستان سره شاوخوا ۵۸ میلیونه ډالره مرسته کړې وه.


