ويب ډیسک
د ننګرهار ولايت رسنيو دفتر وايي، په مرکز جلال اباد ښار لومړۍ ناحيې اړوند قصبې سيمه کې نن سهار وختي د ملي امنيت ځواکونو د وسله والو انسان تښتوونکو پر پټنځای عمليات کړي، چې په ترڅ کې يې درې انسان تښتوونکي وژل شوي او دوه د شپږ ميله سپکو او درنو وسلو او چاوديدونکو توکو سره ژوندي نيول شوي.
ياد پټنځای له منځه وړل شوی او عمليات په برياليتوب سره پای ته رسيدلي.
د عملياتو پر مهال يو سرتيری هم وژل شوی او يو تن زرګر چې انسان تښتوونکو سره بندي و دوی له لوري وژل شوی دی.


