دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهمتقي د کرزي خبرو ته غبرګون ,د عمران خان خبرې ناوړه نه...

متقي د کرزي خبرو ته غبرګون ,د عمران خان خبرې ناوړه نه وې او هر څوک کولی شي خپل شخصي نظر څرګند کړي.

ويب ډیسک

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقی د ښاغلي کرزي د هغو څرګندونو په غبرګون کې چې د افغانستان په اړه د عمران خان خبرې ناوړه وې وايي، دا خبرې ناوړه نه وې او هر څوک کولی شي خپل شخصي نظر څرګند کړي.

 

هغه د دوشنبې په ورځ د ډېسمبر په ۲۰مه خبریالانو ته وویل، «د افغانستان خاوره به د هیڅ هېواد پر ضد نه کارول کېږي.»

 

امیر خان متقي زیاته کړي، «موږ خپلې ژمنې ته ژمن یو. د افغانستان په څیر هیڅ هیواد د داعش پر ضد بریالی عمل نه دی کړی. خو که افغانستان کمزوری شي، جدي بحث دی.»

 

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان تېره ورځ د اسلامي همکاریو سازمان غونډې په حاشیه کې ویلي و، چې د افغان میرمنو زدګړو ته نه لاس رسې د افغانستان کلتوري برخه ده.

 

د عمران خان په دې سرګندونو ښاغلې کرزي ویلي و چې، د پاکستان د لومړی وزیر څرګندونې د افغانانو ترمنځ تفرقه اچول دي او دا د افغانانو توهین ده.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه