ويب ډیسک
د کونړ ځايي اوسېدونکي وايي، چې له تېرې يوې اوونۍ راهيسې د پاکستان له لوري د دې ولايت په دانګام، شلتن، سرکاڼو او مرورې ولسواليو راکټي بريدونه کيږي چې خلکو ته يې مالي زيانونه اړولي دي.
دغه راز د کونړ ځایي چارواکي هم مني چې د تېرې یوې اوونۍ په اوږدو کې د ډیورنډ کرښې له هغې غاړې د پاکستاني ځواکونو له لوري د کونړ خاوره په نښه کیږي .
د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي نجیب الله حنیف رسنيو ته ويلي، چې له تېرې يوې اوونۍ راهیسې پاکستاني ځواکونو د کونړ پر بېلابېلو سیمو راکټي بريدونه کړي دي.
هغه وايي چې دغه مسله په پلازمېنې کابل کې له حکومتي مشرانو سره شريکه شوې او تمه شته چې له ديپلوماټيکو لارو يې مخه ونيول شي.


