پښتو جرنل
د افغانستان پخوانی جمهور رئیس حامد کرزي په يوې مطبوعاتي اعلاميې کې د اسلامي همکاریو د سازمان په غونډه کې د پاکستان د صدراعظم ښاغلی عمران خان څرگندونې د افغانانو ترمنځ د تفرقه اچونې هڅه او د افغانستان خلکو ته توهین گڼلی .
هغه زياته کړې چې چې گواکې داعش ډله په افغانستان کې فعالیت لري او له افغانستان څخه پاکستان تهدیدوي د افغانستان خلاف ښکاره تبلیغ بللی.
کرزي ویلي په واقعیت کې موضوع کاملا برعکس ده او د داعش تهدید له اوله له پاکستان څخه افغانستان ته متوجه دی.
پخوانی جمهور رئیس د پاکستان حکومت ته توصیه کړې چې د افغانستان پر خلاف له تبلیغ او زموږ په کورنیو چارو کې له لاس وهنې په کلکه ډډه وکړي، په بین المللي مجامعو کې د افغانستان په نمایندگۍ خبرې ونکړي او برعکس د یو نېک گاونډي په توگه د دواړو هېوادونو ترمنځ د حسنه او متمدنو روابطو د ایجاد لپاره کوښښ وکړي.


