ويب ډیسک
نن په اسلام آباد کې د اسلامي همکاریو سازمان ۱۷ مه ناسته جوړه شوه
په دې ناسته کې د پاکستان چین، روسیې، جرمني او یو شمېر اروپايي هېوادونو او مرستندویه نړیوالو بنسټونو په ګډون د نږدې ۹۰ هېوادونو استازيو برخه اخیستې ده.
په پاکستان کې د افغان سفارت مسولينو رسنيو ته ویلي، چې دغه ناسته د افغانانو لپاره پر بشري مرستو، د کنګل شویو پیسو آزادیدل، د نړی له لوري د ا.ا پر رسمیت پېژندو او نورو اړوند موضوعاتو راڅرخي.
د سرچینې د څرګندونو له مخې؛ په دې ناسته کې د افغانستان په استازيتوب د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ګډون کړی دی.
په اسلامآباد کې د اسلامي همکاریو سازمان غونډې ته د وینا پر مهال د دغې سازمان عمومي منشي حسين ابراهيم طه له دې سازمان له غړیو غوښتي، چې د افغانستان له خلکو سره مرسته وکړي.
دغه راز نوموړي په افغانستان کې له ټولو اړخونو څخه د یووالي او پخلاینې غوښتنه وکړه.
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر فيصل بن فرحان آل سعود په اسلامآباد کې د اسلامي همکاریو سازمان غونډې ته د وینا پر مهال ویلي، په افغانستان کې اقتصادي ستونزې به نه یوازې د افغانستان خلک زیانمن کړي؛ بلکې د سیمې او نړۍ پر امنیت به هم منفي اغېزې ولري.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو په اسلامآباد کې د اسلامي همکاریو سازمان غونډې ته د وینا پر مهال ویلي؛ له ا.ا سره نه یوازې د سولې تر لاسه کولو لپاره کار کولو ته اړتیا ده، بلکې د ټولګډونه حکومت او میرمنو حقونو ته درناوی هم اړین دی.
نوموړي ټینګا کړی، چې د افغانستان د اقتصاد سقوط مخه باید ونیول شي.
بندیزونو د افغانستان مالي سېسټم له کاره غورځولی او تر هغې، چې افغانانو ته پیسې و نه رسېږي؛ ژمنې بېګټې دي.
د ایران بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان هم د افغانستان د ستونزې حل د ټولشموله حکومت په جوړولو کې ټینګار کړی، نوموړی ويلي، د افغانستان د ستونزې یوازنی حل د داسې یوه حکومت پر جوړولو پای ته رسیدی شي، چې ټولو اړخونو ته د منلو وي.
هغه له دغو هېوادونو وغوښتل، چې د افغانستان د تلپاتې ثبات او امنیت لپاره همکاري وکړي.
د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د اسلامي همکاریو ټولنې غونډې ته ویلي، چې ا.ا د افغانستان د کړکېچ عادلانه حل لارې په موندلو کې به د اسلامي هېوادونو مشورې، غوښتنې او اندېښنې پر ورین تندي ومني.


