ويب ډیسک
د هواپوهنې ریاست د دوشنبې او سه شنبې په ورځ د هېواد په ۱۰ ولایتونو کې د واورې او نسبتاً سخت باران د اورېدو احتمال خبر ورکړی دی.
د ادارې د وړاندوینې له مخې، په دې دوو ورځو کې به بدخشان، تخار، سمنګان، بلخ، سرپل، فاریاب، بادغیس، بامیان، غور، بغلان او شمالي سالنګونه د واورې او بارانونو شاهد وي.
د دې ادارې له لوري په بېلابېلو نقطو کې له (۱ تر ۱۰) ملي مترو پورې د باران د اورښت اندازه اټکل شوې ده.


