ويب ډیسک
چارواکي وايي، د وزيرانو شورا په غونډه کې اقتصادي کمېسيون ته دنده ورکړل شوه، چې د افغانۍ د ارزښت ساتلو لپاره عاجل اقدامات وکړي
چارواکي وايي، نن په ارګ کې د ا.ا د وزیرانو شورا غونډه کړې، په غونډه کې اقتصادي کمیسیون ته دنده سپارل شوې، څو ټولو اقتصادي ادارو سره په همغږۍ د افغانۍ د ثبات ساتلو په اړه عاجل اقدامات ترسره کړي.
د وزیرانو شورا غونډه کې پریکړه شوې، چې د ډالرو د قاچاق د مخنیوي، د جعلي افغانیو د ویش او نورو هغو عواملو پرضد کوټلي ګامونه واخلي چې د افغانۍ په ارزښت بده اغیزه کوي.
په دې غونډه کې پریکړه شوې، څو یاد کمېسیون په عاجل ډول هغه لارې چارې تشخیص کړي، چې د افغانۍ د ثبات لپاره مهمې دي.


