ویب ډیسک
پاکستاني چارواکو نن د شنبې په ورځ وویل چې د خیبر پښتونخوا په ټانک ولسوالۍ کې وسلوالو کسانو د پولیو واکسین د ټیم پر امنیتي ساتونکو برید کړی دی. د چارواکو په خبره، په دې پیښه کې یو پولیس وژل شوی او بل بیا ټپي شوی دی.
پاکستاني طالبانو یا تحریک طالبان پاکستان د دغه برید مسوولیت منلی دی. دغه برید د پاکستان د حکومت او پاکستاني طالبانو د اوربند تر ختمیدو وروسته پر پاکستاني پولیسو لومړی برید دی.
پاکستان د پولیو یا ګوزڼ پر ضد د شاوخوا ۶،۵ میلیونو ماشومانو د واکسین له پاره پنځه ورځنی کمپاین پیل کړی دی. په پاکستان کې وخت نا وخت د پولیو د واکسین پر ټیمونو مرګوني بریدونه کیږي.
سربیره پر دې، افغانستان او پاکستان په نړۍ کې هغه دوه هیوادونه دي چې پکې د پولیو یا ګوزڼ مثبتې پیښې ثبتیږي.


