دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهژوب که ږوب ....!!

ژوب که ږوب ….!!

لیک: شهیم کاکړ

ځينې پښتانه ليکوالان زموږ د لرغونې سيمې (ږوب) نوم په غلط شکل (ژوب) ليکي، دليلونه هم وايي چې د دغو او دغو دليلونو پر بنياد ږوب سم نه دی بلکې ژوب بايد و ليکل شي، خو د دوی تر نظرونو له مخه د دوی نظر ته يوه خبره ليکم هغه دا چې د پاکستان په تعليمي، دستاويزي، مطبوعاتي او هر ډول ليکنو کې له موږ او زموږ له ژبې سره ډېر بد دا شوي دي چې زموږ د سيمو، اشخاصو او تاريخي مقاماتو نومونه يې ټول ارادي او غير ارادي ډول را غلط کړي دي، يو جواز بيا هم دا پېښېږي چې د پښتو ژبې د مخصوصو الفاظو تلفظ او حروف په اردو ژبه کې نه لري، ځينې الفاظ په اردو ژبه کې له انګرېزي ژبې په ژباړلي شکل غلط ليکل شوي دي، لکه خوست چې له (Khost) يې کهوسټ، لوړلی يې له (Loralai) لورالائی، خان مهترزی يې له (Khan Mehtaizai) کهان مهترزی او نور بې شمېره الفاظ غلط ليکلي دي، ږوب لفظ هم زما په نظر په انګرېزي کې سم ليکل شوی دی، هغه ځکه چې د (ږ) د تلفظ د واضح کولو د پاره په انګرېزي کې د (Zh) له مرکب څخه کار اخيستل شوی دی نو د (Zhob) مانا ږوب دی، له دې انګرېزي حوالې څخه زه د ږوب د پاره دا دليل نه پېښوم چې ګوا کې په انګرېزي کې هم ږوب ليکل شوی دی نو بايد ږوب يې و ليکو، بلکې يواځې دومره وايم چې هغوی زموږ د سيمې نوم زموږ د فونيم پر بنياد سم ليکلی دی او اردو يې تل غلط ليکي، موږ د پردۍ ژبې له پرديو خلکو ګيله نه کوو او نه مو ورباندې کار شته چې څنګه يې ليکي، ولې چې زموږ خپله ژبه او خپل نومونه لرو، موږ يې سم ليکو.

دانوم موږ صفا سوتره په (ږ) تلفظوو هيڅ ځای هم چا په (ژ) نه دی تلفظ کړی، يک يوازې په اردو کتابونو کې ژوب ليکل شوی دی او له هغه څخه نن سبا ځينو خلکو غلط ليکلی دی.

موږ تر اوسه دا لا هم په خپل ذهن نه ده منلې چې زموږ ژبه خو ځان ته خپل يو جوړښتي نظام، تلفظ، قوانين او اصول لري، ځکه خو يې د نورو ژبو د اصولو پر ناپ له هرې خوا ورته سکڼو.

د پښتنو د ځينو ليکوالانو هغه نظرونه چې وايي دا ږوب نه بلکې ژوب دی:

د پېښور د خوا ځينې ليکوالان او صحافيان په دې دليل د ژوب ليکلو وايي چې د خيبر پښتونخوا خلک د (ږ) تلفظ نه لري نو بايد چې دغه لفظ د دوی د هغه تلفظ پر بنياد و سکڼو چې پر ځای يې دوی خپل مخصوص ږغ (ږ) بايللی دی، که نه نو ږوبيان به ګوبيان و ګڼي.

د دوی د پاره خو لنډ جواب دا دی چې له کندهار، هرات، کوټې، ږوبه تر زابل، غزني، منځنۍ پښتونخوا بنو، لکي مروت، ډېره اسماعيل خان څخه بيا بېرته تر ږوبه د (ږ) تلفظ کېدای شي او ږوب ته له تاريخه ږوب وايي يعني په (ږ) يې تلفظوي، د پښتو کومه لهجه چې د (ږ) په شمول د پښتو مخصوص يو ږغ هم نه شي تلفظولای نو هغوی ته د ژبپوهنې کوم اصول دا جواز او دليل ورکوي چې که تاسو کوم ږغ بايللی وي هغه نور چې پکې دغه ږغونه ژوندي دي، ستاسو په پېروۍ کې د خپلې ژبې مخصوص ږغونه په لوی لاس وژني او ترک کوي به يې؟ بيا که يواځې د ږوب مسله ده نو ستاسو د تلفظ پر بنياد دې (جوب) لا هم شي، خو مسله د پښتو د ټولو مخصوصو ږغونو ده چې د پېښور لهجې بايللي دي نو ټوله ژبه خو د هغوی د پاره نه شي وژل کېدای، دوی ته د باړه ګلۍ په سيمينار کې هم ويل شوي دي چې کوم مخصوص ږغونه يې بايللي دي هغه که په ويلو سم نه شي تلفظولای نو په ليکلي شکل به يې سم ليکي، ږوب هم که د نورو مخصوصو ږغونو غوندې دوی په تلفظ کې هر څه وايي، په ليکلو کې د دې سيمې نوم ږوب دی، ټول پښتانه په خصوص د ږوب اوسېدونکي يې ږوب تلفظوي، نو ږوب ليکل کېږي، د ژبپوهنې يو اصول هم جواز نه درکوي چې که تاسو د خپلې ژبې ږغ بايللی وي نو نور پښتانه به مجبوراً درسره ضرور هغه ږغ بايلي او ستاسو په خوښه به يې ليکي.

يو دوه دليلونه څو نور کسان داسې بيانوي چې دا په اصل کې له زهوبه وتلی دی، ځينې وايي له زيابه وتلی دی، بيا هسې په ږوب بدل شوی او اوښتی دی، نو بايد ژوب و ليکل شي.

د دغو محترمو په جواب کې دا وايم چې اول خو يې د آر يا رېښې زهوب او زيابه دليل هم د قياس دی، څه منطقي دليل او حواله نه لري، که چېرې وي هم نو ځينې ژبپوهان وايي چې لفظ بايد د آر يا رېښې پر بنياد و ليکل شي، که يې نننی تلفظ بدل شکل اخيستی وي هم نو اصل رېښه به يې په ليکلو نه ورکېږي او ځينې وايي چې د وخت له تېرېدو سره د الفاظو ابدال کېږي خو نوم يا هر لفظ بايد پر فونيمي بنياد و ليکل شي، اوس که يې په لومړي نظر د آر يا رېښې پر بنياد ليکو نو بايد زهوب يا زيابه يې و ليکو، د (ژوب) ليکل يې د کوم دليل بنياد ليکل کېږي که هسې يې هم بدل شکل ليکو نو بيا خو يې بايد پر فونيمي بنياد ږوب و ليکو.

بله خبره دا چې که له زهوب يا زيابه څخه وتلی دی نو د زيابه لفظ په پښتنو کې لا متروک شوی نه دی، په زياتره کليو کې يو د زيابه په نامه ځای وي، که ږوب له زيابه وتلی وي او نن پر ږوب اوښتی وي نو بيا به ټول د زيابه په نامه ځايونه اوس ږوب وای

توکل که راکه خوله

ډېر بې غمی ځای دی زيابه

بل دا پوښتنه کوم چې تاسو يو ځای هم له چا په تلفظ کې له پردي ژبو او د پېښور له خلکو سيوا ژوب اورېدلی دی؟ چې چېري هم د (ږ) ږغ کوم پښتانه سم تلفظوي هلته خلک ژوب نه بلکې ږوب ورته وايي.

د دې پورته خبرو پر بنياد له ټولو پښتنو دا غوښتنه لرم چې زموږ د سيمې نوم ږوب دی، زموږ د سيمې په ټولو کتابونو کې يې له پټې خزانې بيا تر نن ورځې هم ږوب ليکلی دی، او ږوب دی، زموږ د سيمې خپل اصل نوم د خپلو خوښو او تلفظاتو پر بنياد مه رابدلوئ، دا به مو بې دليله، غير منطقي او له خپلې ژبې سره ظلم او زياتی وي، نن هم تر هغه ځايه چې تر کومه ځايه پښتانه د (ږ) تلفظ کوای شي هغه ټول ږوب ورته وايي، کوم پښتانه چې د (ږ) تلفظ نه شي کوای د هغوی پر مزاج جوړول يې د هيڅ دليل او ژبپوهنې پر بنياد نه شي کېدای.

يوه بله خاص خبره دا ده چې د جنوبي پښتونخوا له ګټو ډبرې واخلې بيا تر، بوري، دوکۍ، سينځاوۍ، زيارت او بيا تر خانوزي پورې دغو سيمو خلک د (ژ) تلفظ نه لري، ژبه، ژړا، ژوند او نور د (ژ) الفاظ په زبه، زړا، ژوند وايي، يعني د ږوب او شاوخوا خلک ژوب ويلای لا هم نه شي نو د سيمې نوم به يې څنګه په (ژ) وي؟

که مجنون يې د ليلا دروازې نيسه

پر کاکړه چې مين شوې ځای دې ږوب دی

(سلمان لايق)

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه