دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد پکتیکا په مرکز ښرنه کې د مرمرو قیمتي تېږې وموندل شوې

د پکتیکا په مرکز ښرنه کې د مرمرو قیمتي تېږې وموندل شوې

ویب ډیسک

د پکتیکا ولایت د کانونو او پترولیم مشر مولوي نظر ګل صیاد او ورسره مل مسلکي پلاوي یې د یاد ولایت مرکز ښرنې اړوند سپین څک سمیه کې د دغه کاني د تثبیت لپاره لومړنۍ سروې تر سره کړې، چې په کې د مرمر قیمتي ډبرو نمونې تر لاسه شوې دي.

نظر ګل صیاد ويلي؛ دوی د دغو قیمتي تېږو د موندنې تر څنګ د یادې سیمې د ډبرو سکارو کان کېندنې له چارو هم لېدنه وکړه او په دغه لېدنه کې یې د سکرو کېندنې قرار دادي ته لازمې سپارښتنې کړې دي.

د پکتيکا له رسنيز دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دوی به د پکتیکا ولایت په بېلابېلو سیمو کې د مسلکي انجنیرانو پر مټ په بېلا بېلو برخو کې ورته سروې ګانې ترسره کړي.

 

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه