ويب ډیسک
په دې وروستیو کې په ټول پاکستان کې یوه سروې شوې او پایله یې ثابته کړه چې پاکستان کې د طلاق کچه لوړه شوې ده.
د پاکستان د قامي اسمبلۍ غړې ډاکټر نوشين حميد په يو سيمينار کې وويل چې په پاکستان کې په سګرټ څکولو روږدي ښځې د طلاق تر ټولو مخکښې دي.
ډاکټر نوشین وویل، هغه ښځې چې په سګرټ څکولو روږدي دي، د خسرګنۍ له خوا نه منل کیږي، دوی په طلاقیدو پای ته رسیږي.
نوموړي همدا راز زیاته کړه چې هر کال په پاکستان کې د سګرټ څکونکو ښځو شمېر مخ په زیاتېدو دی. د ښځو د سګرټ څکونکو ستونزې د کورنۍ د غړو سره هم مخ په زیاتېدو دي.


