ويب ډیسک
پاکستان د جمعې په ورځ افغانستان ته د هندي بشري مرستو د لېږد لپاره د افغان ټرکونو کارولو اجازه ورکړه.
د پاکستان ایف او ویاند عاصم افتخار وویل: «د واګه پولې څخه تورخم ته د افغان ټرکونو د کارولو پرېکړه شوې ده.»
نوم وړې وویل، دا پرېکړه د بهرنیو چارو وزارت کې د هند شارژدافیرانو ته سپارل شوې ده.
دغه اقدام د اروپايي ټولنې د استازولۍ په توګه راغلی ټاماس نیکلاسن له اسلام اباد او ډیلي دواړو وغوښتل چې افغانستان ته د هندي بشري مرستو د لېږد په اړه اندېښمن شوي مسلې حل کړي.


