ويب ډیسک
د تېر دولت د بهرنیو چارو وزیر ( محمد حنیف اتمر ) په خپل ټوېټر لیکلي: د بین الافغاني تړون او خبرو سره به نظام ته مشروعیت ور په
برخه شي او د هیواد سیاسي، امنیتي، بشري او اقتصادي بحرانونو ته به دایمي حل لار هواره کړي.
هغه یادونه کړې، اوس د بین الافغاني مذاکراتو د پیل وخت دی چې د دوحې د سولې د تړون د پابندو مکلفیتونو پر بنسټ یوه هراړخیزه سیاسي توافق ترلاسه شي او د تلپاتې سولې او د بشري حقونو، د ښځو د حقونو، د ملي خپلواکۍ او د افغانستان د نړیوالو مکلفیتونو پر بنسټ د یوه جامع ملي نظام په رامنځته کولو هوکړه وشي.
هغه د ملګرو ملتونو هغې پرېکړې یادونه هم کړې چې په ملګرو ملتونو کې یې چوکۍ د اوس وخت لپاره ا.ا.ا ته ورنه کړه، د ملګرو ملتونو د باور ورکولو کمیټې نه یوازې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ماموریت دوام تایید کړ، بلکې طالبانو ته یې یو څرګند پیغام هم ولیږه: د مشروع حکومتونو په ټولنه کې د غړیتوب لپاره د کورني او نړیوال مشروعیت ترلاسه کول یو شرط دی.


