دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهطالبانو په دوحه کې د امریکایي پلاوي او اروپایي پلاوو سره خبرې...

طالبانو په دوحه کې د امریکایي پلاوي او اروپایي پلاوو سره خبرې وکړي

ويب ډیسک

سهيل شاهين یوې تلویزونې مرکه کې ویلي له اروپايي او امریکايي پلاوو سره مو خبرې مثبتې وې.

د افغانستان د لنډ مهالي حکومت پلاوي د قطر په پلازمېنه دوحه کې د نومبر له ۲۷ مې تر ۲۹مې نېټې پورې له اروپايي او امريکايي پلاويو سره خبرې وکړې.

د طالبانو د قطر دفتر وياند سهيل شاهين د نومبر په ۳۰ مه نېټه له سي جي ټي اېن سره د مرکې پر مهال وويل، چې دوی له اروپايي پلاوي سره د افغانستان د وضعيت، بشري مرستو او امنيت په ګډون د یو شمېر موضوعاتو په اړه خبرې وکړې.

نوموړي دغه خبرې مثبتې بللي او هيله ښودلې، چې راتلونکي کې هم دغسې خبرې دوام ومومي.

نوموړي ويلي، د افغانستان د سرپرست حکومت پلاوي چې مشري يې د دغه هېواد د بهرنيو چارو سرپرست وزير امير خان متقي پر غاړه وه، د نومبر په ۲۸ او ۲۹ مه نېټه له امريکايي پلاوي سره خبرې وکړې او پر مهال يې د ترهګرۍ ضد مبارزې، د امريکايانو او نورو بهرنيانو، همدارنګه د هغو افغانانو، چې پخوا يې له امريکايي ځواکونو سره دندې ترسره کړي، د خونديتوب په اړه بحثونه وکړل.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه