سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهپر کندهار د صفوي امپريالېزم اغېز

پر کندهار د صفوي امپريالېزم اغېز

لیک : سلیم پاینده


اوسنی کندهار چې شاوخوا ۳۰۰ کاله دمخه يې بنسټ ايښودل شوی د ترافيکو يو مهم جنکشن و چې لرغونې جنوب‌ختيځه لاره پر دې مسير ايران او هند يو له بل سره نښلوي او د اوبو، ځمکې او کرنې تر څنګ په بېلابېلو پړاوونو کې د نه تمامېدونکي سازش، دسیسې او ډيپلوماسۍ په مرکز هم بدل شوی دی.

د قدرتونو د تقابل د نقطې په توګه پر اوسنی کندهار تر ډېره د فارسي استعماري فرهنګي تاثير سيوري څرګند دی. د کندهار د مغولو او صفويانو لپاره د قدرت د ساتلو د يو تلپاتي ازمايښت په توګه ګڼل کېده. په ۱۵۲۲ کې بابر کندهار له صفویانو وينو او همايون تر ۱۵۴۳ پورې پرې آرامه واکمني وکړای شوه. همايون چې په ۱۵۵۶ کې په ناڅاپي توګه ومړ صفويانو کندهار بياځلي ونیوی. اکبر په ۱۵۹۵ کې بیرته ترلاسه کړ اما په ۱۶۰۵ کې صفويانو بیرته ترې خپل کړ.

صفويانو په ۱۶۲۲ کې کندهار د جهانګير له ګوتو ووېستی‌ اما د يوه مشهور صفوي قوماندان په دسيسه کې شاه جهان ته وسپارل شو. لس کاله وروسته صفویانو د خونړۍ لښکرکشۍ پر مټ کندهار بيا ونيوی او په دې توګه د کندهار د نيولو لپاره د مغولو هڅې په ژوره توګه له ماتې سره مخ شوې تر دې چې په ۱۹۵۳ کې شاه جهان ټول تلاښوته ودرول. اورنګزيب د کندهار د نيولو هيله درلوده اما جيوپوليتيک، بغاوت او د دکن جګړې فرصت نه ورکاوه. په ۱۷۳۹ کې چې نادر شاه په خورا بږنونکي توګه کندهار لاندې کړ د مغولو هيله د تل لپاره ورژېده.

د ښکيلاک د فرهنګي تاثیر په اډانه کې کندهار تر بل هر چا زيات له فارسي حوزې او په ځانګړې توګه د صفوي امپرياليزم څخه اغيزمن شوی دی؛ د قومي تقابل او تضاد په اړه تر ډېره د پړې‌ ګوته برتانويانو ته نېول کېږي اما په دې برخه کاملاً يو تيوريکي Literary Gap او تاريخي تشه موجوده ده. انګريزان دمخه تر دې چې د خپلې سلطې او واکمنۍ د پایښت په خاطر کندهاري خانان او ملکان په خپلو منځو کې وجنګوي صفويانو او ګورګين او نادرشاه دا کار کړی و.

د حاجي میرویس خان نېکه د کلتوري دولت جوړونې پر وړاندې په خپله د پښتنو مقاومت د همدې دسيسې يوه بېلګه ده—په دې اړه کافي ډېره تاريخي حافظه موجوده ده دا چې احمد شاه بابا به پر هند بريدونه کول د ايراني استعماري میراث لپاره يو ډول پاداش بلل سوی دی.

څه د پاسه ۳۰۰ کاله په کندهار کې دولتي ديوان او محلي دفتر او کتابت په فارسي ژبه و. که د کندهار د نېږدې شاوخوا سيمو نومونه، اصطلاح ګانې، د ژوند فرهنګي ډیزاین او طرز مطالعه کړی د فارسي اثر په ژوره توګه احساسولی شی.

له احمدشاه بابا وړاندې او وروسته ټول دولتي تشکيلات په فارسي ژبه مخابره او مصادره کېدل او د پلازمېنې په بدلولو سره کندهار کې د صفوي امپرياليزم فرهنګي ميراث له منځه نه ولاړ بلکې په جغرافيايي لحاظ یې پراختيا وکړای شوه.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه