ويب ډیسک
دنعناع ( ویلنی / پودینی) روغتیا یی ګټی
ویی لولی او له ملګرو سره یی شریک کړی
د خېټې درد له منځه وړي:
د نعناع په جوړښت کې داسې مرکبونه هم شتون لري، چې غذایي نلونه ته آرام ور په برخه کوي. د یوې څېړنې له مخې ثابته شوې، چې د نعناع خوراک د خېټې په درد کې د کمښت لامل کېږي.
د هاهضمې د سیستم لپاره ګټور:
د نعناع خوراک د خېټې اضافي، قبض او د هضم په مرحله کې آسانتیاوې رامنځته کوي.
د سر درد کموي:
مینتول د نعناع یو بنسټیز توکی دی. د ځینو څېړنېزو راپوروپو پر وینا ویل کېږي، چې نعناع په نیم سري کې کمښت راولي.
د خولې میکروبونه ختموي:
د نعناع په استعمال سره نه یوازې دا چې د خولې بد بویي ختمېږي، بلکې میکروبونه یې هم وژني او ودې مخنیوی یې کوي.
بنده پوزه خلاصوي:
مینتول ماده په ډېرو د نزلې، زکام او د ټوخي په درملو کې استعمالېږي او د موسمي ناروغیو په وړاندې مقابله کوي، پوزه خلاصوي او د ساه اخیستل آسانوي.
بدن ته ځواک ورکوي:
که چېرته هر وخت د ستړیا ښکار وئ، نعناع کولی شي چې بدن ته مو ځواک ور په برخه کړي. که څه هم په اړه ډېر څه نه دي ویل شوي، خو د نعناع خوشبویي د فعالیتونو په ښه والي او د کمزورۍ په لرې کولو کې مرستندویه تمامېږي.
د میکروبونو پر وړاندې مقابله کوي:
څېړونکو د نعناع تېل په ځینو میکروبونو لکه اي کولي او سالمونیلا ازمایلي او معلومه کړې یې ده، چې نعناع د میکروبونو د ودې مخنیوی کوي.
د لوږې احساس کموي:
د نعناع د تېلو بوی د لوږې احساس کموي او خوراک یې د وزن په کمښت کې مرستندویه تمامېږي.
د موسمي حساسیتونو مخنیوی کوي:
د نعناع په جوړښت کې ځینې داسې مرکبونه شتون لري، چې د حساسیتونو پر وړاندې مقابله کوي. لکه د پوزې خارښت، پرنجېدل او د سترګو سوروالی.
د تمرکز په ښه کولو کې مرستندویه تمامېږي:
له یوې څېړنې معلومه شوې، چې د نعناع د تېلو کپسول ذهني ستړیا له منځه وړي، حافظه ښه کوي او د ځیرکتیا حس ځواکمنوي.


