سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهخوستي :چرسو د بوټو خبرې له اسټرالیايي کمپنۍ سره نه بلکې له...

خوستي :چرسو د بوټو خبرې له اسټرالیايي کمپنۍ سره نه بلکې له جرمنۍ کمپنۍ سره یې خبرې شوي دي.

ويب ډیسک

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند قاري سعید خوستی وایی، د چرسو د بوټو د قرارداد په اړه له اسټرالیايي کمپنۍ سره نه بلکې له یوې جرمنۍ کمپنۍ سره یې خبرې شوي دي.

نوموړي نن پنجشنبه نومبر ۲۵ (لېندۍ ۴) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې د C-Pharm کمپنۍ سره د چرسو د اخیستو نه بلکې د بنګو د بوټي د اخیستو توافق شوی چې چرسو ته تر رسیدو مخکې بوټی کمپني باسي.

ښاغلي خوستي زیاته کړې:”وضاحت، زموږ خبرې C-Pharm آسټراليايي کمپنۍ سره نه دي شوي زموږ خبرې د جرمني کمپنۍ سره شوې.

د C-Pharm کمپنۍ سره د چرسو د اخیستو نه بلکې د بنګو د بوټي د اخیستو توافق شوی چې چرسو ته تر رسیدو مخکې بوټی کمپني باسي.”

مخکې داسې راپورونه خپاره شول چې یاد قرارداد د (سي فارم) په نوم یوې اسټرالیايي کمپنۍ سره شوی دی.

د اسټرالیايي کمپنۍ استازو له طالبانو سره د چرسو د پروسس د تړون په اړه راپورونه رد کړي دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه