ویب ډیسک
د پیسو نړيوال صندوق(IMF) د دوشنبې په ورځ وويل چې له پاکستان سره يو داسې توافق ته رسيدلي دي چې هغه به د پاکستان د ۶ ميليارډ ډالري بوديجې له کسر سره مرسته وکړي.
آی ام ایف په یوې اعلاميه کې ويلي دي: «پاکستاني چارواکي او د پیسو نړیوال صندوق د شپږمې بیا کتنې د اړتيا وړ پر پالیسو او اصلاحاتو، د کارکوونکو په سطح یو توافق ته رسيدلي دي.»
په اعلاميه کې راغلي چې د شپږمې بیا کتنې بشپړیدل به د مالي تمويل په برخه کې ډیره مرسته وکړي.
پاکستان په ۲۰۱۹م کال کې له نړیوال بانک سره د ۶ ميليارډ ډالرو د تمويل پروګرام ته داخل شو، خو دغه پروګرام د روان کال په پيل کې د اصلاحاتي مسائلو له کبله ودرول شو.
د پاکستان مالي سلاکار، شوکت ترين تیره اوونۍ ويلي وو چې پاکستان د پیسو نړیوال صندوق سره د دغه پروګرام پر شرایطو خبرې کوي، خو د هغه په خبره چې په دې برخه کې شرایط د کرونا وبا قيوداتو له کبله پاکستان ته سخت دي.
د پاکستان د ماليې وزارت ویاند وويل چې د پاکستان او د پیسو نړیوال بانک تر منځ پر دغه توافق ۴۵ ورځې خبرې شوي دي.
هغه وویل: «دا به ډيرې ناډاډمنتياوې له منځه يوسي.»


