دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهپرمختللي هېوادونه د اقليمي بدلون په اړه رياکارانه چارې تر سره کوي

پرمختللي هېوادونه د اقليمي بدلون په اړه رياکارانه چارې تر سره کوي

ويب ډیسک

پروجېکټ سينډيکېټ ويبسايټ د نومبر په ۱۵مه نېټه د (( د اقليمي بدلون په اړه د پرمختللو هېوادونو رياکارانه بڼې )) په نوم يوه ليکنه خپره کړې ده.

 

په ياده ليکنه کې راغلي، سره له دې چې د اقليمي بدلون په اړه د ملګرو ملتونو په ۲۶مه غونډه کې د پرمختللو هېوادونو مشرانو په خپله وينا کې دا ومنله، چې د اقليمي بدلون مسئله ډېره سخته او بېړنۍ ده، خو اکثريت يې يوازې غواړي لنډمهالې ګټې تر لاسه کړي او له خپلو ژمنو سره سم يې مثبتې کړنې نه دي تر سره کړي.

 

په دې ليکنه کې دا هم ويل شوي، چې د ملګرو ملتونو په ياده غونډه کې د ډېرو لويديځو هېوادونو د مشرانو ګډه اعلاميه د دوی له واقعي پاليسۍ او کړنو سره په ټکر کې ده او له يادو کړنو څخه يې د اقليمي بدلون په چارو کې رياکارانه بڼه څرګندېږي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه