پښتو جرنل
د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته
په افغانستان کې دملګرو ملتونو ډ سر منشي د ځانګړې استازې اغلې دیبرا لاینز وینا کې وویل ..
له تېرو شلو کلونو راهیسې په دې خونه کې د افغانستان د اړتیاوو په اړه مباحثې ترسره شوي او په اړه یې له ځانګړې خواخوږۍ او سخاوت سره اقدام ترسره شوی. خو د طالبانو له خوا د هیواد له نېول کېدو سره، افغان وګړي داسې احساس کوي چې له پامه غورځول شوي، له یاده اېستل شوي او په واقعیت کې د داسې شرایطو له خوا جزایي شوي کوم چې د هغوي تېروتنه نه ګڼل کېږي. دا چې اوس افغان وګړي له پامه وغورځول شي دا به یوه تاریخي تېروتنه وي – یوه داسې تېروتنه چې پخوا هم ترسره شوې چې تراژیکې پایلې یې له ځان سره درلودې.
غواړم په تیرو دریو میاشتو کې له طالبانو سره په کابل او ولایتونو کې زموږ د تعامل پر بنسټ د هغوی داوسنۍ ادارې له عمومي ارزونې سره پیل وکړم.
اجازه راکړئ په ډاګه کړم چې زموږ رسمي تعاملات په عمومي ډول ګټور او رغنده وو. اوسنیو چارواکو موږ ته ډاډ راکړی چې هغوی په هیواد کې د ملګرو ملتونو شتون غواړي، او هغوی زموږ مرستو ته ارزښت ورکوي. هغوی د نړیوالې رسمیت پېژندنې او پر هغې بې باورۍ د برلاسه کېدو په لټه کې دي چې د دوی په باور د دوی او نړیوالې ټولنې ترمنځ شتون لري. د حکومتولۍ په برخه کې، دوی له ګمرکاتو د عوایدو راغونډول پیل کړي او ځینې یې د حادو موضوعاتو لکه په قسمي ډول د ملکي کارمندانو د معاشاتو د تادیې په موخه کارول شوي.
دغه راز، طالبانو په ټول هیواد کې د ملګرو ملتونو حضور ته امنیت برابر کړی او د ښځېنه بشري کارکونکو په ګډون یې د پراخ بشري لاس رسي لپاره زمینه برابره کړې. دغه بدل شوي امنیتي وضعیت زموږ لپاره د دې فرصت برابر کړ چې د هیواد له هغو برخو لېدنه وکړو کومې چې موږ په تېرو پنځلسو کلونو کې نه وې لېدلې، او حیاتي مرستې برابرې کړو.
ډاډه اوسئ چې موږ له طالبانو سره د ستونزمنو موضوعاتو له راپورته کولو ډډه نه ده کړې، په ځانګړي ډول د توکمیزو حقونو، د ښځو حقونو، د نجونو د زده کړو، ټول شمولیت، او د ځورونې او د قضا له احکامو پرته وژنو د راپورونو په اړه چې موږ یې په اړه اوریدلي. په عام ډول، دوی دغه اندېښنې درک کولې او پر دې يې اعتراف کاوه چې دوی تېروتنه کړې او هغوی ته د رسیدنې هڅه کوي. له دې سره سره، دوی همدارنګه په ډاګه کړه چې د اوس لپاره د هغو جوړجاړیو په وړاندې محدودیتونه شتون لري، چې دوی یې د مشخصو موضوعاتو په اړه د ترسره کولو اراده لري.
د نجونو د زده کړو په اړه اوسنیو چارواکو په ډاګه کړه چې هغوي پر یوې ملي پالیسي کار کوي څو د نجونو د زده کړو حق په ټول هیواد کې اعمال شي، خو څرګنده یې کړه چې هغوي نور وخت ته اړتیا لري څو دغه پالیسي او د هغې تطبیق روښانه کړي. په داسې حال کې چې اوسنیو چارواکو په ابتدایي ډول د اسلامي شریعت په د ننه کې د زده کړو په ګډون د ښځو د حقونو د ساتنې ډاډ ورکړی، خو د افغان ښځو او نجونو پر بنسټیزو حقونو او آزادیو یو عمومي محدودیت شتون لري. دغه محدودیت د هغوي د کار کولو له محدویت نیولې، د ښځو لپاره د پرېکړه نیونې د فرصتونو د نشتون او په لوړه کچه د ملکي خدمت څخه تر بې برخیتوب پورې رسېږي. د یادونې وړ ده چې دغه پالیسي ګانې په هیواد کې په مختلف ډول تطبیق شوي، چې ځینې ولایتونه د نورو په پرتله د پام وړ لږ محدودیت درلودونکي دي.
موږ د یوې لا زیاتې ټول ګډونه ادارې لپاره خپل غوښتنه جاري ساتلې په کومه کې چې دولتي ادارې د افغانستان پراخ تنوع منعکسوي. خو له دې سره سره، موږ د دغې موضوع په برخه کې د محدود پرمختګ شاهدان یو. د سرپرستې کابینې تشکیل، څرنګه چې د طالبانو له خوا هم سرپرسته ګڼل کېږي، د دغې کابینې جوړښت په بشپړ ډول نارینه، په اساسي ډول پښتانه، او نږدې ټول طالبان دي. په دواړو مرکزي او ولایتي کچو وروستۍ ګمارنې د حکومتولۍ او ټول شمولیت د ترویجونې پر ځای د جنګیالیو د مکافاتو په پار طرح شوې برېښي.
ښاغلی رئیس او د شورا غړو، همدارنګه ډاډه اوسئ چې موږ په افغان ټولنه کې له نورو سکتورونو لکه رسنیو، پخوانیو دولتي چارواکو، مدني ټولنې، کارپوهانو، او هو، یقینا د ښځو له ګروپونو سره نږدې اړیکې ساتلي. افغانان په عام ډول د طالبانو او اوسنیو چارواکو د راتلونکو ارادو په اړه اندېښمن دي. دغه اندېښنې هغه هوساینه چې په جګړه کې د پام وړ کموالي له امله رامنځ ته شوې، کموي. دوي، افغان وګړي، په یقین سره د فلج شوي اقتصاد، د پیسو د راایستلو نه وړتیا، او د دې ویرې په اړه سخت اندېښمن دي چې د ژمي او راتلونکو میاشتو پر مهال به د خپلو ځانونو ته د روزي رسولو وړ نه وي.
همدارنګه پر لاریونونو او د بیان د آزادۍ پر هڅو محدودیتونو شتون درلود. رسنیز چینلونه لا اوس هم ځینې وختونه د مالي دلایلو او ځینې وختونه د اوسنیو چارواکو له خوا د هغوي د نشراتو او خپرونو پر محتویاتو د روانو محدودیتونه له امله تړل کېږي. د اجباري تخلیې له راپورونو سره چې د لږکیو ټولنې یې په نښه کړي، روان توکمیز کړکیچ او تاوتریخوالي د لږکیو د حقونو په اړه اندېښنې را ولاړې کړي.
دیبرا لاینزاپه خپلو خبرو کې وويل
په داسې حال کې چې جګړه تر ډیره پای ته رسېدلې او عمومي امنیتي وضعیت په واقعیت کې ښه شوی، موږ په منظم ډول د هغو پېښو باوري راپورونه ترلاسه کوو چې د افغانانو د ژوندانه او د جسمي سلامتیا حق اغیزمنوي. په دې کې د کورونو تلاشۍ او د پخواني حکومت د امنیتي کارمندانو او چارواکو د قضا له احکامو پرته وژنې شاملې دي. قضایي سیستم په خپله په نا متوازن ډول تطبیق شوی، په هیواد کې قاضیان، ملکي مامورین، پولیسي پرسونل او حقوقي او مالي سرچینې یو تر بله توپير کوي. په قضایي سکتور کې هیڅ ښځه کار نه کوي او دا لا تر اوسه څرګنده نه ده چې اوسني چارواکي څرنګه عدالت ته د ښځو لاس رسی ډاډمنوي.
بل ستر منفي تحول د طالبانو هغه ناتواني ده چې د عراق او شام د اسلامي دولت د خراسان ولایت ډلې د پراخېدو مخه ونیسي. یو وخت چې په کابل او کم شمیر ولایتونو پورې محدود وه، اوس داسې برېښي چې نوموړې ډله نږدې په ټولو ولایتونو کې شتون لري او په زیاتېدونکي ډول فعاله ده.
د بریدونو شمیر د تیر کال په پرتله روان کال د پام وړ لوړ شوی. په ۲۰۲۰کې – ۶۰ ، تر دې دمه په روان کال کې، ۳۳۴ بریدونه نوموړې ډلې ته منسوب شوی یا په واقعیت کې، د نوموړې ډلې له خوا یې مسوولیت پر غاړه اخیستل شوی. د عراق او شام د اسلامي دولت د خراسان ولایت ډلې د شیعه مذهبه لږکیو د ټولنو په نښه کول جاري ساتلي. طالبان ټینګار کوي چې د نوموړې ډلې پر ضد سخت کمپاین ترسره کوي، خو دغه کمپاین له دې اړخه د اندېښنې وړ دی، څرنګه چې ښکاري چې هغه تر ډیره بریده د نوموړې ډلې د شکمنو غړو د قضا له احکامو پرته پر توقیف او وژنو متکي دی. دا هغه برخه ده چې د نړیوالې ټولنې د لا زیاتې پاملرنې د جذبولو وړ ګڼل کېږي.
زما عمومي برداشت دا دی چې طالبان رېښتیني هڅې ترسره کوي څو خپل ځان د یوه حکومت په څیر وړاندې کړي. دغه هڅې تر یوه حده د منابعو او ظرفیت د نشتون او همدارنګه د سیاسي ایډیالوژۍ له امله له خنډ سره مخ دي، کومه چې د زیات شمیر اړخونو له پلوه په دغې خونه کې د موجوده حکومتولۍ له معاصرو نړیوالو نورمونو سره په ټکر کې ده. طالبانو لا تر اوسه د افغان وګړو ترمنځ بشپړ باور نه دی رامنځ ته کړي یا یې هغوي د حکومتولۍ پر خپل ظرفیت نه دي قانع کړي. حرکت همدارنګه د ځینو جدي داخلي تقسیماتو د مدیریت کولو هلې ځلې کوي. له دې سره سره، بالاخره طالبان باید پرېکړه وکړي چې د متنوع افغان نفوس له اړتیاوو او حقونو سره سم حکومت وکړي، یا دا چې د تنګې ایډیالوژۍ پر بنسټ آن تر هغې تنګ د قومیت پر بنسټ واکمني وکړي.
هغې وویل …
له کوم وخت راهیسې چې طالبانو واک ترلاسه کړی، د نړیوالې ټولنې غړو له هغو افغانانو سره پر مرستې تمرکز کړی څوک چې غواړي هیواد پرېږدي. د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ژوند پراخو وېرو هغه زړه بږنونکې صحنې راپارولي چې هر څوک یې په اګست میاشت کې د طالبانو له خوا د هیواد تر نیول کېدو وروسته شاهد و او په زرګونو افغانانو له هیواد څخه د وتلو لار غوره کړه. خو زموږ پاملرنه باید اوس هغه ستر شمیر افغانانو ته واوړي څوک چې په هیواد کې پاتې دي خو په لنډ مهال کې له ډاروونکې راتلونکې سره مخ دي.
موږ د مخنیوي وړ بشري غمیزې پر څنډه ولاړ یو. پر افغانستان نافذ مالي بندیزونو بانکي سیستم فلج کړی، چې د اقتصاد پر هره برخه یې اغیز ښیندلی. د اټکل له مخې د عاید اوسط ۴۰ سلنه راپرېوتی. نغدي پېسې په سخت ډول محدودې دي. سوداګر کریډیټ لیکونه نه شي ترلاسه کولی. هغو خلکو چې کار یې کړی او د کلونو لپاره یې خپلې پیسې سپما کړی خپلو عوایدو ته لاس رسی نه لري. ملکي مامورینو ته په بشپړ ډول معاشات نه تادیه کېږي، که چېرې وي. روغتونونه له درملو خالي کېږي او ناروغان لرې کېږي. د توکو له کمښت سره بیې لوړې شوي، چې پر تر ټولو بې وزلو او تر ټولو پر زیانمنېدونکو افغانانو جزا ورکوونکې مالیه وضع کوي. د ژمې په را رسېدو سره د سونګ توکو او خوړو بیې لوړې شوي. د په بشپړ ډول پیچلي ټولنیز او اقتصادي سیستم یوه برخه د شتمنیو د کنګل کېدو، د غیر بشري مرستو د ځنډېدو او بندیزونو له امله مخ په تړل کېدو ده.
د ملګرو ملتونو له وروستي راپور سره سم، نږدې په هرو دوه افغانانو کې یو یې د خوړو د خوندیتوب له ناورین یا تر بیړنۍ کچې پورې مخ دی. د شا و خوا ۳۸ میلیوني نفوس په هرو دوو کې یو هغه یي.
څرنګه چې ژمي ته د داخلېدو په حال کې یو او کورنۍ د خوړو خپلې خورا محدودې زېرمې مصرفوي، موږ وېره لرو او وړاندوینه کوو چې تر ۲۳ میلیونه افغانانو پورې به د خوړو د خوندیتوب په ناورین یا د بیړني وضعیت په کچو کې وي.
د سترو خنډونو په مقابل کې خو د زیات شمیر مرستندویانو د پام وړ سخاوت په ملاتړ، موږ د پام وړ بشري مرستې رسوو. موږ، یوناما او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو زیات شمیر فعالې ادارې د هغو مرستندویانو منندوی یو چا چې نږدې د سپتمبر میاشتې ناڅاپي غوښتنه تمویل کړې. د روان کال تر درېیمې ربع پورې، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو ادارو او د هغوي همکارو سازمانونو په ټول هیواد کې نږدې لس نیم میلیونه خلکو ته له مرستو سره رسیدنه کړې. په دې مرستو کې د خوړو مرستې، د کرنې او معیشت مرستې، د ماشومانو د سختې خوارځواکۍ درملنه، طبي سلا مشورې او د وچکالۍ له خوا په زرګونو خلکو ته د ټرک لارې د اوبو رسول شامل دي. څرنګه چې زه ډاډه یم تاسو ټول پوهیږئ چې افغانستان په څلورو کلونو کې روان کال د دویم ځل لپاره له وچکالۍ سره مخ شو، او بیا اټکل کېږي چې په راتلونکو کلونو کې به بیا له بلې وچکالۍ سره مخ شي.
ملاتړ پر دې ځای پای ته نه رسېږي. زما کلیدي پیغام دا دی چې بشري مرسته بسنه نه کوي. نړیواله ټولنه باید په بیړني ډول یوه داسې چاره پیدا کړي چې په دولتي روغتونونو کې د روغتیایي کارمندانو، د خوړو د خوندیتوب په پروګرامونو کې د کارکوونکو او هو بالاخره د ښوونکو لپاره مالي ملاتړ برابر کړي، د دې په پام کې نیولو سره چې د نجونو زده کړې په یقیني ډول رامنځ ته شوي. دغه کار یوازې د هغو ادارو او وړاندې کوونکو میکانیزمونو له لارې ترسره کیدای شي کوم چې په تیرو دوه لسیزو کې د دغه هدف په پار رامنځ ته شوي، البته د زیات شمیر هغو هیوادونو په مرسته کوم چې دلته حاضر دي. غواړم تاسو ډاډمن کړم چې د ملګرو ملتونو له خوا به هره هڅه ترسره شي څو ډاډ تر لاسه شي چې د رسوونکو دغو میکانیزمونو له لارې برابرې شوې بسپنې طالبانو ته یا د هغوي له لوري بل لوري ته نه محول کېږي. موږ د روغتیا په سکتور کې د معاشاتو د تادیې په پار یو خپلواک مرکز جوړ کړی خو پراخېدو ته اړتیا لري او د اړینو خدمتونو په نورو برخو کې رامنځ ته کېدو ته اړتیا لري. موږ د دغو موضوعاتو په اړه له ډونرانو سره شدید ډیالوګ ته اړتیا لرو.
له ژمي سره د مخ کېدو له تر ټولو زیاتو زیانمنېدونکو افغانانو سره د مرستې په پار باید پر راتلونکو دریو یا څلورو میاشتو تمرکز وکړو، او موږ باید دغه کار پرته له دې چې هغه ادارې او میکانیزمونه تضعیف کړو کوم چې پاتې نور خلک له ستر زیانمنتوب سره له مخ کېدو ژغوري، ترسره کړو.
ښاغلی رئیس، یو بل هېښوونکی یاداښت.
زه باید خبر ورکړم چې د اوسني وضعیت واقعیت د افراطیت سخت خطر ګواښي. د رسمي اقتصاد دوامدار خرابېدل د غیر رسمي اقتصاد لکه نا قانونه نشه یي توکو، د وسلو دجریانانو او انساني قاچاق لپاره هڅونه برابروي. د بانکي سکتور روان وضیعت به د پیسو او نا منظمې تبادلې یو داسې سیستم رامنځ ته کړي چې یوازې به د تروریزم قاچاق او د نشه یي توکو د قاچاق په تسهیلولو کې مرسته وکړي.
دغه لاملونه به لومړی افغانستان اغیزمن کړي خو بیا وروسته سیمه ککړوي. سیمه ییزو هیوادونو د ملاتړ مختلف مهم ډولونه رامنځ ته کړي او ادامه یې ورکړې. دواړه د مسکو فارمیټ د ناستو او “ترویکا پلس” په نامه نورو هغو چې چین، پاکستان، روسیه او متحده ایالات په کې شامل دي، دوام درلود. همدارنګه خوښه یم د دې خبر ورکړم چې په اسلام اباد او تهران کې دوه ناستې د افغانستان د ګاونډیو د بهرنیو د وزیرانو د کچې په نوې بڼه ترسره شوې – او زه په دې باور یم چې بله هغه به یې په بیجینګ ترسره شي. هند هم په دې وروستیو کې د ملي امنیت د سلاکار په کچه د ځینو سیمه ییزو هیوادونو د یوه کنفرانس کوربه و. دا ټول د دې ښکارندوی دي چې سیمه ییز هیوادونه په دغه خورا مهم وخت کې څومر په پیاوړي ډول ګامونه پورته کوي.
دغه ټول فارمیټونه په سم ډول په افغانستان کې د ټیکاو پر اړتیا او همدارنګه د نشه یي توکو له ناقانونه قاچاق او نړیوال تروریزم سره د مبارزې پر بیړنۍ غوښتنه ټینګار کوي. سیمه ییزو هیوادونو د پاتې نړیوالې ټولنې په څیر په افغانستان کې د ټول ګډونه حکومت او همدارنګه چې نجونو د زده کړو، کار ته د ښځو د ستنېدو، بشري حقونو او د لږکیو حقونو ته د درناوي غوښتنه کړې. د دغو موضوعاتو په اړه پیاوړې سیمه ییزه او نړیواله اجماع شتون لري. نړۍ د دغو موضوعاتو په اړه له طالبانو سره په یوه خوله خبرې کوي.
د هغې په وینا…
د افغانستان ستونزه په سیمې پورې محدود نه ده. د طالبانو لپاره د ټیکاو او د راتلونکي نړیوال ملاتړ د غښتلي کولو غوره لار د انزوا مخنیوی دی کوم چې په واک کې د هغوي د پخوانۍ تجربې خاصیت درلودونکی دی. دا کار د طالبانو د اوسنیو چارواکو، نورو افغان شریکباڼو او په پراخه کچه د سیمې او نړیوالې ټولنې ترمنځ د پایښت لرونکي او د پالیسۍ ساختاري ډیالوګ ته اړتیا لري. یوناما چمتو ده چې په دغه مهم ډیالوګ کې چې زموږ په راتلونکي ماموریت پورې متکي دی، یو حیاتي نقش ولوبوي. موخه باید دا وي چې یوه تدریجي خو متمرکزه تګلار جوړه شي کومه چې د افغانستان او په پراخه کچه د نړۍ ترمنځ د رغنده اړیکو د رامنځ ته کولو لپاره واقعي ګامونه په ډاګه کوي، چیرې چې په دغو ټولو هڅو کې د افغان وګړو سلامتیا او حقونه مرکزي هدف ګڼل کېږي.
په صراحت سره، دا یوازینۍ هغه لار ده څو په زیاته کچه د تیرو ۲۰ کلونو د پرمختګ له لاسه ورکولو مخه ونیول شي. دغه ډول یوه لار نقشه، دغه ډول یوه تګلار او دوامدار تعامل به د نړیوالو لومړیتوبونو د پراخو ډولونو په اړه د رغنده تبادلو لپاره لار هواره کړي، د افغانستان د خلکو په وړاندې د اوسنیو چارواکو د مسوولیتونو په ګډون چې د زیات شمیر هغو تړونونو مکلفیتونه تطبیق کړي چې د دغې خونې له خوا یې ملاتړ شوی او افغانستان یې غړي دولت ګڼل کېږي.
هغې زیاته کړه
زه پوهیږم چې هیڅوک دا نشي تضمینولی چې دغه ټول تدابیر به د افغان وګړو لپاره یو غوره راتلونکی ډاډمن کړي، خو موږ دا تضمینولی شو چې د دغو متمرکزو هڅو له ترسره کولو پرته د هغوي ژوند به په تر ټولو یقیني ډول لا پسې ناوړه شي. اوس د دې وخت نه دی چې موږ افغان وګړو ته شا کړو. که چېرې دغه کار وکړو، زموږ ټولیزه ناکامي او دغه راز د میلینونو افغانانو درد به د لسیزو لپاره انګازې وکړې


