دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونه‏برېښنا شرکت وايي ډېر ژر به د وارداتي برېښنا پور ورکړي.

‏برېښنا شرکت وايي ډېر ژر به د وارداتي برېښنا پور ورکړي.

ويب ډیسک

د افغانستان برېښنا شرکت وايي، د سې شنبې په ورځ د سیګار یا د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي له ټویټ وروسته ویلي، چې د منځنۍ اسیا هېوادونو د وارداتي برېښنا پور به ډېر ژر ور کړي.

دا په داسې حال کې ده چې سيګار یا د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي پلټونکي په خپل تازه ټویټ کې راغلي و، چې د منځنۍ آسیا هېوادونه د پیسو د نه ورکول کېدو له امله پر افغانستان برېښنا بندولی شي.

خو د افغانستان برېښنا شرکت ویاند حکمت ‌الله نورزی بیا وايي، ډېر ژر به د ګاونډیو هېوادونو پیسې چې برېښنا شرکت له هغه پوروړی دی، ورکړي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه