ويب ډیسک
افغانستان ته د روسیې د بشري مرستو لومړۍ جوپه راورسېده.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن پنجشنبه نومبر ۱۸ (لړم ۲۷) ویلي
دغه مرستې، چې په ۳ الوتکو کې را انتقال شوې او ۳۶ ټنه وزن یې درلود، اوړه، غوړي او کمپلې په کې شاملې دي.
ښاغلي مجاهد زیاته کړې چې د روسیې لخوا ټولې ۱۰۸ ټنه بشري مرستې په ۳ مرحلو کې د افغانستان له خلکو سره تر سره کیږي چې لومړۍ جوپه یې نن او پاتي ۲ نورې جوپې به يې په راتلونکې کې ترسره شي.
طالبانو له افغانستان سره د روسیې د بشري مرستو مننه کړې، او پر نورو هیواونو یې هم غږ کړی چې له افغانستان سره بشري مرستې وکړي.


