دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد کوټې په نوی کلي  سیمه کې د چاودنې له امله لږ...

د کوټې په نوی کلي  سیمه کې د چاودنې له امله لږ تر لږه اووه کسان ټپیان شوي دي

ويب ډیسک

د سېول روغتون ویاند وسیم بیګ وویل، د شنبې په ورځ د کوټې په نوی کلي  سیمه کې د چاودنې له امله لږ تر لږه اووه کسان ټپیان شوي دي.

ویاند زیاتوي، په ټپیانو کې ښځې هم شاملې دي.

امنیتي ځواکونه او د ژغورنې چارواکي د چاودنې په تعقیب سیمې ته تللي دي. پولیس چارواکو ویلي، ټپیان ملکي روغتون کوټې ته لېږدول شوي او سیمه کلابنده شوې ده.

د پولیسو مشر  اسد ناصر وویل چې چاودنه د پولیس موبایل سره نږدې شوې ده.

د لومړنیو راپورونو له مخې په چاودنه کې له درېیو تر څلور کیلو ګرامه چاودېدونکي مواد، چې موټر سایکل کې ځای پر ځایکړل شوي و.

ایس ایس پي نور وویل، بم د ریموټ کنټرول له لارې چاودنه ورکړل شوی.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه