دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد ډیورنډ لنډژوند لیک او پیژندګلوي

د ډیورنډ لنډژوند لیک او پیژندګلوي

ډاکټر لطیف یاد


هینري مور ټایمر ډیورنډ د۱۸۵۰ زیږدیز کال دفیبرورۍ دمیاشتې په ۱۴ نیټه دهند دمدهیا پردیش د ایا لت د مرکز بهوپال په سیهور نومې سیمه کې زیږیدلی و.

دپلار نوم یې هینري ماریون ډیورنډو چې دهند په برو ډا کې اوسیده . ډيورنډ خپلې زده کړې دانګلستا ن په بلیک هيت پروپرايټېري او ټونبرېډج ښوونځيو کې ترسره کړي وې .نوموړی په ۱۸۷۳ زیږدیز کال کې دانګریزي سرکار له خوا په ملکي دنده وګومارل شو. دافغان – انګریز په دویمه جګړه ۱۸۷۸-۱۸۸۰ زیږدیزو کلونو کې په کابل کې دانګریزانو بهرنی سیکرټري و.

د ۱۸۸۴ کال نه د۱۸۹۴ کاله پورې یې په تهران کې دانګریزانو له خوا دغیر رسمي ستر استازي په توګه کار کاوه .د۱۹۰۳ زیږدیز کال نه تر ۱۹۰۶ کلونو پورې په امریکې کې دانګریزانو سفیر و.

له ۱۹۰۶ زیږدیز کال نه وروسته چې کله ډيورنډ بېرته خپل پلرني هېواد انگلستان ته ستون شو نو هلته يې ځان له سرکاري کارونو گوښه کړ او بيا يې يواځې ځان ليکنو ته وقف کړ چې په دې لړ کې يې خپل د پلار جنرال هېنري ماريون ډيورنډ (۱۸۱۲ – ۱۸۷۱) ژوندليک وليکه. ډيورنډ د ناول ليکلو لېوال هم ؤ او د خپلې مېرمنې اېلا آر ډيورنډ (۱۸۵۲ – ۱۹۱۳) سره يې په گډه يو څو کتابونه خپاره کړي، چې د هغو نه په لاندې توګه نومونه اخیستلی شو::

۱- په لوېديځ فارس کې د مني يو سفر چې په ۱۹۰۲ زیږدیز کال یې لیکلی دی
۲- نادر شاه: يو تاريخي ناول چې په ۱۹۰۸ زیږدیز کال یې لیکلی دی

۳- د فيلډ مارشال جيورج سټوارټ وايټ ژوند چې په ۱۹۱۵ زیږدیز کال لیکل شوی دی
ډیورنډ د ۱۹۲۴ زیږدیزکال دجون دمیاشتې په اتمه نیټه مړشوی دي.-

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه