ویب ډیسک
د یونسیف ادارې د ښوونې او روزنې د برخې مسوول له رویټرز خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي،
دوی پر داسې یوه سیستم کار کوي چې له مخې یې وکړی شي د حکومت له مداخلې پرته ښوونکو ته د دوی معاشونه ورکړي.
دغه ادارې ټینګار کړی دی چې په افغانستان کې د ښوونې او روزنې له بهیر سره مرسته کوي او پر نړیوالو مرستندویه هېوادونو یې هم غږ کړی چې افغان ماشومان ناهیلي نه کړي.


