افغان کډوالو د زده کړو او ستونزو د معلومولو لپاره به یو تخنیکي ټیم ایران ته ځي.

0
85

ويب ډیسک

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست مولوي عبدالباقي حقاني د ایران له سفیر سره لیدلي.

لیدنه کې مولوي عبدالباقي حقاني ویلي، چې د ایران او افغانستان تر منځ د دوه اړخیزو همکاریو، د بورسونو او په ایران کې د افغان کډوالو د زده کړو او ستونزو د معلومولو لپاره به یو تخنیکي ټیم ایران ته ولاړ شي.

د ایران سفیر بهادر امینیان هم ژمنه کړې، چې د افغانانو لومړیتوبونو ته په کتو له تخنیکي ټیم سره به بشپړه همکاري وکړي او خپلې تحصیلي تجربې به هم له یاد ټیم سره شریکې کړي.