ویب ډیسک
د پاکستان مالي چارو او عوایدو په چارو کې د وزیراعظم سلاکار شوکت ترین ویلي چې د پیسو نړیوال صندوق (IMF) او پاکستان ترمنځ د ۶ میلیارده ډالرو غځول شوي فنډ اسانتیاوې (ای ایف ایف) د بیا پیل لپاره خبرې ناکامې نه دي.
ترين دا څرګندونې د يکشنبې په ماښام د نيويارک په جنرل قونسلګرۍ کې د پاکستان ټولنې ته له وينا وروسته خبريالانو سره په خبرو کې وکړې.
سلاکار وویل، “حکومت د یوې ټول شموله او دوامداره اقتصادي ودې لپاره هلې ځلې کولې چې د ټولنې ټولو برخو او په ځانګړي ډول بېوزلو ته ګټه رسوي.” زیاته یې کړه چې د خبرو د ناکامۍ په اړه راپورونه “بشپړه غلط وو”.


