دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهامریکا غواړي په کابل کې د پیلوټه الوتکي په برید کې...

امریکا غواړي په کابل کې د پیلوټه الوتکي په برید کې زیانمن شوي کورنۍ امریکا ولیږدوي

ويب ډیسک

امریکا هغه کورنۍ ته مالي جریمه ورکوي چې لس غړي یې په کابل کې د دغه هېواد د بې پیلوټه الوتکې په ناسم برید کې وژل شوي وو.

د امریکا دفاع وزارت اعلان کړی چې د مالي جریمې ورکولو ترڅنګ یې امریکا ته د کورنۍ د پاتې غړو د لېږد لپاره کار کوي.

کابل کې پر یوه کور د امریکا د بې پیلوټه الوتکې برید کې د اوو ماشومانو په ګډون لس تنه وژل شوي.
امریکا له برید وروسته ادعا وکړه چې په کور کې د داعش غړي په نښه کړي، خو وروسته د امریکا د مرکزي درستیز قومندان جنرال کینټ میکنزي تایید کړه چې په برید کې ملکي وګړي وژل شوي دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه