ویب ډیسک
د افغانستان پيژندل شوي سیاسي او جهادي شخصیت انجنېر احمد شاه احمدزي د ۷۷ کلونو په عمر مړ شو.
د هغه د کورنۍ نژدې غړي وايي چې نوموړي د ورپېښې ناروغۍ له امله نن په روغتون کې ساه ورکړې ده.
انجنېر احمد شاه احمدزی د ۱۹۹۵ څخه بیا ۱۹۹۶ پوري د برهان الدین رباني په مشرۍ د مجاهدینو د حکومت صدر اعظم و.


