دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهقطر د لومړي ځل لپاره د مشورتي مجلس ټاکنې تر سره کړې

قطر د لومړي ځل لپاره د مشورتي مجلس ټاکنې تر سره کړې

ویب ډیسک

قطر په ځايي وخت د اکتوبر په ۲مه نېټه د مشورتي مجلس ټاکنې تر سره کړې. د دې ټاکنو رای اچونې د همدې ورځې د سهار له اتو بجو څخه د مازديګر تر شپږو بجو پورې دوام درلود.

دا د دې هېواد لپاره لومړی ځل دی، چې د مشورتي مجلس ټاکنې یې تر سره کړي. ۲۸۴ کاندیدانو په دې ټاکنو کې ګډون کړی، چې ۲۸ تنه یې ښځې وې.

مشورتي مجلس د قطر د قانون جوړولو او سلامشورې ارګان دی، چې په ۱۹۷۲ کال کې جوړ شوی. مخکې د دې ارګان ټول غړي د هېواد د امير لخوا ټاکل کېدل. سږ کال د جولای په ۲۹مه نېټه د دې هېواد امير تميم بن حمد آل ثاني د ټاکنو نوی قانون خپور او ټاکل شوې وه ، چې د اکتوبر په ۲مه نېټه د مشورتي مجلس ټاکنې تر سره شي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه