دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهفرانسه وايې له امریکا سره يې د اړیکو کړکیچ پای ته نه...

فرانسه وايې له امریکا سره يې د اړیکو کړکیچ پای ته نه دی رسیدلی

فرانسه وايې له امریکا سره يې د اړیکو کړکیچ پای ته نه دی رسیدلی

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر جان يويس ليدريان وایې که څه هم فرانسې او امريکا خپلمنځی ډیالوګ بیا پیل کړی، خو د دوه اړخیزو اړیکو کړکیچ پای ته نه دی رسیدلی.

له ليدريان د سپتمبر پر ۲۹مه د فرانسې د مشرانو جرګې لخوا پوښتنه وشوه. هغه وویل چې د فرانسې او امريکا اړیکې په اوسنۍ مرحله کې له سخت بحران سره مخ دي. له بحران څخه د وتلو لپاره جدي عمل ته اړتیا ده، نه یوازې تشې خبرې.

د فرانسې ولسمشر امانويل ماکرون د سپتمبر پر ۲۲مه د امريکا له ولسمشر جو بایډن سره تلیفوني خبرې وکړې. دواړو مشرانو پرېکړه وکړه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د باور بیا رغونې په هدف به د ژورې مشورې پروسه پیل کړي.

پخوانۍ ليکنه
نوې ليکنه
اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه