دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهپه آسټراليا کې استوګن افغان کوچیان

په آسټراليا کې استوګن افغان کوچیان

لیک: ډاکټر لطیف یاد

دغه پښتانه کو چیان چې آسترالیا ته تللي وو زیاتره دلاندنیو پښتنو قبیلو نه وو : مومند ، درانیان، میاني ، کاکړ ، ترین ، سلیمانخیل ، خروټي ، توخي ، ناصر ،تره کي ، دفتاڼي ( دوتاڼي ) بابړ،میاخیل ،ناغر ، عبدالرحیمزی ( ادریمزي ) ، شیراڼي او نور.انګریزانو دکراچۍ او بمبئي له سا حلي ښارونو دوی او ددوی اوښان په کشتیو کې په بیلا بیلو پړاوونو کې آسترالیا ته راوستل ،خو دغه مزل ډیر اوږد و.آسترالیا ته ددغوراغلواوښبه وو افغاني کو چیانوشمېر د درې نیمو زروتنو په شا او خواکې وو.

انګریزانودوی ددې لپاره آسترالیا ته راوستل چې دخپلواوښانوپه مرسته داورګاډي دپټلیو او دتلګراف دمزودغزولو په کارکې ترې ګټه واخلي .دوی چې لومړي ځل آسترالیا ته راغلل په خیمواوتنبوګانو کې اوسیدل او بیا یې ځانونو ته ساده کلیوالي کورونه جوړکړل .آسترالیا ته دپښتنو اوښبه کو چیانو دورتلو دمخه په دغه هیواد کې اوښان نه وو او نه هم چندانې خلک ورسره بلدول.

ددغو کو چیانو له برکته په آسترالیا کې ډیر جوماتونه جوړ شول چې اوس په عصري او مډرن ډول جوړ شوي دي .

په شمالي آسټرالیا کې دغو پښتتنو اوښبه کوچیانو دالیس سپرینګز( Alice Springs) سیمې ته نږدې استوګنه درلودله .دشمالي آسټرالیا په الیس سپرینګز کې ددغو پښتنوپه نومونو ځینې روډونه هم شته لکه محمد ستریټ،خالق سټریټ اوافغان ( ګان سټریټ) .
دلویدیزې آسټرالیا په ایالت کې دوی په فریمینټل،کول ګارډي،کال ګورلي، ماربل بار، ویلونا ،میکاتانا،ویندم اوپورت هدلینډ کې اوسېدل.
دآسټرالیا دنیو ساوت ویلز په ایا لت کې دغه پښتانه کوچیان د بورکي او بروکین هیل په سیمو کې استوګنه درلودله .

په جنوبي آسټرالیا کې ددغوپښتنو اوښبه وو دکلیو نومونه دا وو: مري ، فارینا ، پورت اګوستا، اودناداتا او نا ر منټڼ .

دغو افغاني اوښبه وو کله نا کله په خپلو منځو کې شخړې او لانجې هم کولې ، ددوی ترمینځ دخپل منځي جګړو څو پیښې هم شوي دي چې یوبل ته یې مرګ او ژوبله هم وراړولې ده،خو ددوی مشرانو بیا ددوی ترمینځ سوله کوله .دوی دخپلومشرانو درناوی کاوه اوهغوی به چې څه خبره ورته کوله هغه به یې منله.په آسترالیا اوښبه کو چیانو مشهورمشران : دوست محمد خان، عبدالقدير،محمد صالح، کندهاری کو چی ملا مهربان چې خلکو ورته درناوی کاوه او يور وحاني مشر و،عبدالولي،غني خان،فضل احمد،فيض محمد،تاج محمد،محمد علم ،بيجا،فيصل احمد،فيض محمد،عبدالواحد،زيني خان،ملا سيد عمر،مظلوم شاه،محمد رحيم،ظريف خان،بای خان، ګل ولي،عبدالقدير،ګل محمد ، علي اکبر ،خانزاده ٠
ددغوپښتنویولږ شمیر دآسترالیا دسپین پوستوانګریزي ښځو او دآسترالیا دځایي( بومي ) یا ابرو جینیانوسره ودونه هم کړي وو.

دغه کو چیان په پیل کې په انګریزۍ نه پوهیدل ، خو دوخت په تیریدو سره یې انګریزي ژبه هم زده کړه.دوی دډیر زغم خاوندان وو،خو کله به چې ځینو انګریزانو ددوی سپکاوی کاوه او یا به یې پرې ملنډې وهلې نو هغو ته به یې زغم دلاسه ورکاوه.

کله به چې یو افغان اوښبه په روغتون کې ناروغه پروت و دروغتون خواړه به یې نه خوړل او ملګروبه یې له کوره خواړه ورته وروړل.دوی په بینکونو کې پیسې نه ایښودلې او ویل به یې چې ګټه یې سود ده او سود حرام دی.

هغو اروپائیانو او انګریزانو چې ددغه اوښبه وو سره اړيکي درلودلې دوی یې میلمه پالونکي او په دوستۍ او ملګرتیا کې ټینګ خلک بللي دي ..دغو کو چیانودځینو لوبوسره هم مینه درلودله لکه داوښانوځغلول ،پهلواني اوغیږه نیونه چې آصف پهلوان پکې یونا متو پهلوان تیرشوی دی.دوی شراب نه څښل او دجوارۍ ( قمار ) نه هم بیزاره وو او کرکه یې ځینې کوله .دغو کو چیانو دمو سیقۍ سره مینه درلودله . کله به چې له کاره وزګارشول اتڼونه به یې کول اود سریند ې ، رباب او ډول وهلومینه وال وو.

ددغواوښبه وویولږ شمیر دآسترالیا دسپین پوستوانګریزي ښځو او دآسترالیا دځایي( بومي )او سیدونکو یا ابرو جینیانوسره ودونه هم کړي وو.

لهدغواوښبه وو یوشمیرخپل هیواد ته ستانه شول،خو یوشمیریې آسترالیا کې پاتې شول چې اولاده یې خپله ژبه او خپل دپلرونو پخوانی فرهنګ اوکلچرله لاسه ورکړی دی.که څه هم ددغو اوښبه وو دریم او څلورم نسل خپل ټول پښتني کلتور هیرکړی دي ، خو بیاهم دخپلو پلرونو او نیکونو پر کارنامو ویاړ ي.

آسترالیا ته دافغانانو دراتګ دویم پړاو په ۱۹۸۰ زیږدیز کال کې پيل شوچې اوس یې شمیر تر دیرشو زرو نه اوښتی دی.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه