دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهچين: امريکا بايد د افغانستان د اقتصاد پر وړاندې خنډونه جوړ نه...

چين: امريکا بايد د افغانستان د اقتصاد پر وړاندې خنډونه جوړ نه کړي

ویب. ډیسک

د افغان طالبانو ویاند محمد سهيل شاهين د سپتمبر په ۱۳مه نېټه وویل چې امریکا باید د افغانستان شتمنۍ خوشي کړي ځکه دا شتمنۍ د افغانانو دي. د افغانستان اوسنی اقتصادي وضعیت ډېر سخت دی، او د امريکا دا اقدام د افغانانو په مقابل کې دی. د افغانستان لنډ مهالی حکومت به ټول ممکن ګامونه پورته کړي او له امريکا څخه به وغواړي چې د افغانستان شتمنۍ خوشي کړي.

د چين د بهرنیو چارو وزارت ویان جاو لی جیان د سپتمبر په ۱۵مه نېټه په يوه مطبوعاتي غونډه کې اړوندو پوښتنو ته په ځواب کې وویل چې د شاهین خبرې سمې دي. دا شتمنۍ په افغانستان پورې اړه لري. امريکا باید د افغانستان مشروع او معقولې غوښتنې په نظر کې ونيسی، فشار او بندیزونه دې پرېږدي، او د افغانستان اقتصاد، د خلکو ژوند معیشت، سولې او بیارغونې پر وړاندې دې خنډونه جوړ نه کړي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه