دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهمشهور انګرېزي جاسوس موهن لال چي پر ځان ئې د مسلمان حسن...

مشهور انګرېزي جاسوس موهن لال چي پر ځان ئې د مسلمان حسن اغا/محمد لعل نوم ايښي وو

لیک: سردار ولي
په افغان انګليس لومړۍ جګړه کي د مشهور انګرېزي جاسوس (  موهن_لال چي پر ځان ئې د مسلمان حسن اغا/محمد لعل نوم ايښي وو ) ورځني يادداښتونه ګورم، دغه ماجراجو انسان چي د پيسو، انگرېزي انعامونو او مډالونو په خاطر ئې د انگرېزي بادارانو هر فرمايش ترسره كاوه، په حيرانونکې توګه زموږ له مذهبي قشر او قومي مشرانو څخه داسي ناوړي ګټي اخيستي چي نن لا بايد په وشرمېږو.
لال خپلو ياددښتونو کي ليکي:

“… د درنې کمپنۍ او مخکښو مشرانو [ انګرېزانو ] دا دستور وو چي و ملايانو، سيدانو او نورو مذهبي او قومي مشرانو ته به ئې ډېر الاونس ورکاوه. ځکه چي دوي په بې سيواده او پاته اولس کي ډېر درناوي لاره، که د ملا_نصوح ( د سردار_کهندل_خان وزير) مرسته نه وای، کندهار به تر اوسه [۱۸۴۲ع] هم زموږ لاس کي نه وای!”

بل ځای ليکي:
“کندهار کي يو اهل تشيه هلک چا وواژه، کندهاري شعيه ګان مو وهڅول چي همدا ئې وخت دئ چي د افغانانو له ظلمونو او اسارت څخه ځان وژغورئ، ځکه چي افغانان اوس هم قزلباشو (اهل تشعيه) ته د فرېبګارو په سترګه ګوري”.

دغه ځيرک، چالاک او په شکل ښايسته جاسوس چي تل به ئې دافغانانو جامې اغوستې، روانه درباري پښتو، انګليسي، هندى او پارسي ويل.

لال چي د کمپنۍ له خوا استخدام سوى وو د پيل په غړکه هندوانو، سنيانو، قزلباشو، سردارانو او اټکل هر چا ته په بېلابيلو نومونو پيسي وېشلي چي مالومات ئې دده په هغه ورکه ډايري کي دي چي سل کاله د مخه دده د کورنۍ څخه يو امريکايي ليکوال وړې او تر ننه ئې مالومات نسته!.

ځیني تاریخ لیکونکی باور لری چي وزیر_محمد_اکبرخان ته هم دغه موهن_لال زهر ورکړی او د انګریز دغه غلیم په هغه زمانه کي په دې توګه له منځه یووړل سو.

کله چي په لومړۍ افغان-انګليس جګړه کي افغانانو كابل كي د انگرېز څارگرو پر کور بريد وکړ، برنس ئې وواژه، خو موهن لال د كور له كړكۍ د باندې ټوپ كړل او وتښتېد، خو کله چي وروسته ونيول سو ژر ئې كليمه تېره كړه او په دې تاکتيک ئې ځان له مرگه وژغورئ، چي بيا وروسته په هند کي ومړ -۱۸۷۷ع. او يوه امريکايي مورخ ئې ماينه خطا ايسته او دده يادښتونه ئې ځني يوړل او تر اوسه ئې مالومات نسته.

ددې وخت د ليکونو او ياددښتونو په لوستلو سره اعتراف کوم چي د انګرېزانو د هغه وخت عادي مامور به هم زموږ د وخت له باچا رانيولې تر عادي ملا هوښيار او ذهين وو!!

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه