ویب ډیسک
دملګرو ملتونو ځانګړې استازې د امنیت شورا ته په خپله وينا کې وویل، طالبانو واک ترلاسه کړ، خو د افغانانو باور يې نه دی ترلاسه کړی.
دوی باید اوس پریکړه وکړي چې ايا دوی انعطاف ښيي او د هر افغان د حقونو او هیلو ملاتړ کوي او که غواړي چې افغانستان بیرته يوې تورې دورې ستون کړي.
ملګري ملتونه به له افغانانو سره ودريږي، دخدمت لپاره به يې پاته، اړينې مرستې به ور سره ترسره او د ټولو افغانانو دحقونو ملاتړ به وکړي.
خوکه نړيواله ټولنه په عاجل ډول يولړ بيړني ګامونه پورته نکړي دافغانستان بشري بحران به لا پسې ژور شي.
ژر تر ژره باید يوه داسې لار وموندل شي چې افغانستان ته د پیسو دليږد اجازه ورکړل شي ترڅو په بشپړ ډول د اقتصادي او ټولنیز نظم د تخریب مخه ونیول شي.
په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې ناکامي د هغې له پایلو څخه څنډې ته کيدل نه توجیه کوي.


