دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد افغانستان ګاونډي هیوادونه :افغانان بايد خپل برخليک پخپله وټاکي

د افغانستان ګاونډي هیوادونه :افغانان بايد خپل برخليک پخپله وټاکي

ویب ډیسک

د افغانستان د ګاونډيو هېوادونو ګډه اعلاميه

د افغانستان د ګاونډيو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو انلاين غونډه د ۲۰۲۱م کال د سپتمبر په ۸مه نېټه د پاکستان حکومت په غوښتنې تر سره شوه او يوه ګډه اعلاميه يې خپره کړه

، په دغه غونډه کې د چين د دولتي شورا غړي او خارجه وزير وانګ يي، د ايران خارجه وزير حسين امير عبدالهيان، د پاکستان خارجه وزير شاه محمود قريشي، د تاجکستان خارجه وزير سراح الدين اصلوف، د ازبکستان خارجه وزير عبدالعزیز کامیلوف او د ترکمنستان مرستيال خارجه وزیر حافیذ هاجيف ګډون کړی و.

دغه غونډه د متقابل تفاهم په فضا کې تر سره شوه او برخوالو خارجه وزيرانو وويل، چې له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو له وتلو وروسته، افغانان بايد خپل برخليک پخپله وټاکي او د سولې او ملي روغې جوړې بهير دې تر سره کړي.

د افغانستان مسئله دا بيا ثابتوي، چې پوځي عمليات دغه مسئله نه شي حلولی او په دغه هېواد کې د ټولو قومونو په ګډون د يوه ټولشموله سياسي ميکانيزم جوړونه ډېره مهمه ده.

د امنيت شورا غړي هېوادونه دې د دغه هېواد د سولې د اعادۍ دنده پر غاړه واخلي، په دغه هېود کې د ټولنيزو او اقتصادي تاسيساتو له ابادولو ملاتړ وکړي او له افغانانو سره دې بشري مرستې وکړي.

ګاونډي هېوادونه دې د سيمه ييزې سولې، امنيت، ثبات، تګ راتګ، سوداګرۍ او پانګونو د هڅولو لپاره ګډ کوښښونه وکړي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه