دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد امير عبدالرحمن خان د ږوب جالبه خاطره

د امير عبدالرحمن خان د ږوب جالبه خاطره

لیک: سردار ولي
د امير شېرعلي خان په دوهم ځل امارت کي عبدالرحمن خان د خپل لښکر سره د هغه پر ضد غزني، زرمت او ږوب کي پراخ سفرونه وکړل، خو له مرکزي دولته به ئې هر ځل ماته خوړه، نوموړي په دې اړه پخپل کتاب [تاج التواريخ] کي يوه جالبه خاطره ليکي چي:

“…له وزيرستانه د شيراڼيو خاوري ته ولاړو، هلته له دوو کلاوو پرته نوري نه وې، د هغه ځای وګړو توښه نه لرله يوازي يو پسه څلور وزې او درې چرګان ئې د خرڅ د پاره راوړه حال دا چي موږ درې سوه کسه وو. بله ورځ ږوب ته ولاړو، د کاکړانو يوه کلي ته ورغلو هلته مو اوړه، غوړي او غوښه واخيستل. وروسته تر دې د [برنج] نومي کلي ته ورسېدو، هغوی هر ډول خواړه راوړه او وويل چي خامخا به ئې رانيسئ، موږ تر سهاره څه وانه خيستل او کله چي سهار راغلل نو اړ سول او خپل څيزونو ئې بيرته واخيستل او موږ ته ئې ښکنځل کول.

څو فرسخه مخ ته چي ولاړو دوو کسانو مو لار نيولې وه، توري ئې ايستلي وې او يوه کس ئې زما د آس واګه ونيول، ما د ملګرو تر مخه د هغه پر سينه توپک ونيو او ګواښ مي ورته وکړ چي واګه ايله کړه کنې ولم دي؟!

نوموړي واګه خوشي کړه او پوښتنه مي وکړه چي څه غواړې؟ ځواب ئې راکړ چي ددې سيمي نوم [ږوب] دئ او څوک چي شل روپۍ باج ورنه کړي نو له دې ځای ئې تېرېدو ته نه پرېږدو. ما ورته وويل که ستاسو غوښتنه ومنو د کاکړو سيمه به ټول همدا غوښتنه وکړي، له باجه مو سرغړاوی وکړ او جګړې ته تيار سو. کله چي ئې موږ جګړې ته تيار وليدو وويل: «موږ ټوکي کولې…»

څو قدمه وروسته يو سپين ږيری چي لويه لنګوټه او پر غوږو را ايله څڼي ئې وې، او لس مريدان ورسره ملګري وه، مخ ته راغلل، ددې هيښندي څيرې دوه مريدان راغلل او وويل: موږ ددې سيمي ريسان يو، وروسته سپين ږيری هم راغلی او مريدانو ئې درناوی وکړ او ويل ئې دا سپېڅلی سيد زموږ لارښود دئ، اکا [محمداعظم خان] مي چي راسره ملګری وو، ور کښته سو او سپين ږيری ئې پر لاس مچ کړ. ما دا ډول درواغجن خلګ ډ‌ېر ليدلي وه او پر ده مي هم شک سو، دوی راسره ملګري سوه او نږدې کلي ته ولاړو. زه چي هر کله کلي ته ځم نو د اوسېدونکو څخه ئې د هغه کلي رازونه پوښتم او څه روپۍ ورکوم. دغه کليوالو راته وويل چي سپين ږيري او ملګري ئې مشهور غله دي او سل کسيزه ډله ده او څلوېښت کسه ئې مخ ته ناست دي او غواړي ستاسي کاروان ولوټي، په دې خبره مي تره خبر کړ خو هغه باور ونه کړ او خپل زوی [محمد سرور خان] ته ئې وويل چي دا سپېڅلی سړی بايد نن شپه زموږ سره مېلمه سي.
ماښام ته نږدې مي څو کسه وليدل چي د هغه کوهي [څاه] شاو خوا ئې نېولې وه چي زموږ نوکرانو به هلته آسونه اوبول، نو په ليدو ئې خيانت ته سترګي په لار وم، خپل آسونه مي چي درې سوه کېدل؛ پر څو ډلو ووېشل او ساتندويان مي ورته وټاکل.

اکا مي چي پنځوس آسونه ئې لرل، يو نوکر ئې راغلی او ورته وويل چي څو کسه موږ اوبو ته نه پرېږدي؟ اکا او زوی ئې هغوی پسي ولاړل خو کله چي دوی بيرته راتلل، سپين ږيري او مريدانو دېرش آسونه تښتولي وه. زه په خپله خېمه کي ناست وم او کله چي نوکرانو دا خبر راوړ نو تره پوري مي سخت وخندل. ورته ومي ويل چي د انسانانو جامو کي ډېر شيطانان اوسي هر چاته لاس مه اوږده !

په سهار مي د تره ملګري اړ سوه چي دوه-دوه پر اسونه مزل وکړي…د کاکړو په سيمه کي مي يولسمه ورځ يو پسه لټوی چي وه خورو، يو پسه مي په شل روپۍ واخيست، کله چي موږ غوښتل حلال ئې کړو څښتن ئې وويل: زه پښېمانه يم او زما پسه/ګډ بيرته راکړئ، موږ چي بيرته ورکاوه ويل پرواه نه کوي، نو پسه مو حلال کړ څښتن ئې پيسې بيرته راوغورځولې چي زما پسه بيرته ژوندی کړه، ورته ومي ويل دومره ځواک نه لرم چي ګډ ژوندی کړم خو دا پسه او پيسې دواړه يوسه؟! خو ده نه منل او ويل ئې چي يا پسه راته ژوندی کړه، په دې وخت کي پر لار يو ملا روان وو او هغه ته مي وويل چي دغه کس ستا ښځي ته ښکنځل وکړه، له دې خبري سره د ملا د پسه څښتن ته پام او لاس و ګرېوان سوه، ما پيسې او پسه پورته کړه او ملګرو ته مي د تيښتي امر وکړ. د هغه ځای اوسېدونکي نيم د اخند او نيم د پسه د څښتن په خوا کي ودرېدل او موږ تر ډېر مزله وروسته هم د دوی د جنګ ننداره کوله.

تر دوه ساعته تګ وروسته سپين ږيری له دوه لوښو شيدو، دوه شکرۍ ډوډۍ او يو سور [وريت] سوی سېرلي سره راغلی، درناوی ئې وکړ. ورته وه مي ويل څو ساعته وړاندي ډېر سرزوری وې او اوس مؤدب سوې، ولي دي د پسه په پلمه شخړه جوړوله؟

د خبرو ئې ښکارېده چي ډېر مودب دئ، وويل: «د کندهار والي محمد سرور خان يو وخت راسره کندهار کي بد سلوک وکړ، اوس مي غچ واخيست…»

ورته وه مي ويل؛ سرور خان خو همدلته دئ غچ دي ولي له ما واخيست؟ هغه وويل: سرور خان خو تا ټاکلی وو نو پړ ته يې، له څو ساعته مرکې وروسته سړی خوشال خپل کور ته ولاړ او ما هم ارام وکړ”.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه