دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهملګري ملتونه د افغانستان له خلکو سره خپله همبستګي په ډاګه کړه.

ملګري ملتونه د افغانستان له خلکو سره خپله همبستګي په ډاګه کړه.

پښتو جرنل
د ملګرو ملتونو د سرمنشي په غوښتنه، د بیړنیو مرستو د همغږۍ او په بشردوستانه چارو کې د سرمنشي مرستیال مارتین ګریفیتس دامهال په کابل کې دی.

ښاغلي ګریفیتس د خپل سفر په ترڅ کې په کابل کې له ملابرادر او د طالبانو له مشرتابه سره ولیدل ترڅو د بشردوستانه مسلو په اړه له دوی سره خبرې اترې وکړي.

ښاغلي ګریفیتس په دغه ناسته کې میلیونونو اړمنو خلکو ته د بشردوستانه ټولنې د بې پرې او خپلواک ملاتړ او بشري مرستو پرژمنې ټینګار وکړ. هغه د کومکونو په رسولو کې د ښځو پرمهم رول تاکیدو وکړ او له ټولو خواوو یې وغوښتل چې د هغوی حقونه، خوندیتوب او هوساینه تضمین کړي. هغه په هرډول حالاتو کې د ملکیانو په خاص ډول د ښځو، ماشومانو او لږکیو د ساتنې او مصوونیت غوښتنه وکړه. ښاغلي ګریفیتس د افغانستان له خلکو سره خپله همبستګي په ډاګه کړه.

دغو چارواکو ژمنه وکړه چې د بشرپالو کارکونکو امنیت او مصوونیت او اړمنو خلکو ته د بشرپالو لاسرسي به تضمین شي او دبشردوستانه چارو کارکونکي – ښځې او نارینه – به ازاد تګ راتګ وکولی شي. دغو چارواکو همدارنګه ژمنه وکړه چې له بشردوستانه ټولنې سره به همکاري کوي چې د افغانستان خلکو ته د مرستې رسیدنې په اړه ډاډ ترلاسه شي.

تمه کیږي چې په راتلونکو ورځو کې په دې اړه ډیرې نورې ناستې هم ترسره شي.

ښاغلي ګریفیتس به همدارنګه د ملګرو ملتونو او غیر دولتي ادارو په ګډون دبشردوستانه سازمانونو له استازو سره چې په دغه هیواد کې فعالیت لري او سږکال یې له اته میلیونو خلکو سره مرسته کړې هم وګوري.

 

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه